د فلسطین د مسئلې په اړه د عراق درېځ ثابت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135800-د_فلسطین_د_مسئلې_په_اړه_د_عراق_درېځ_ثابت_دی
د عراق لومړي وزیر ویلي چې د فلسطین د موضوع په اړه د عراق درېځ ثابت دی او دغه هېواد د اسرائیلو نیواک ردوي.
(last modified 2023-07-16T21:47:31+00:00 )
Jul 17, 2023 02:13 Asia/Kabul
  • د فلسطین د مسئلې په اړه د عراق درېځ ثابت دی

د عراق لومړي وزیر ویلي چې د فلسطین د موضوع په اړه د عراق درېځ ثابت دی او دغه هېواد د اسرائیلو نیواک ردوي.

د عراق لومړي وزیر له څه باندې ۱۲ کلونو وروسته د سوریې له ولسمشر سره د کتنې لپاره په یوه رسمي سفر د سوریې پلازمېنې دمشق ته ولاړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني» پرون ​​له غرمې وروسته په دمشق کې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د عراق ملت د تر ټولو سختو ترهګریزو بریدونو سره د مقابلې لپاره د سوریې د خلکو  پر درېدو ویاړي.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړه، عراق او سوریه له یو بل سره تړلي دي او ګډې اړیکې لري. د هغو ننګونو سره د مقابلې لپاره چې عراق او سوریه ورسره مبارزه کوي، همغږي باید ترسره شي. د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات دوه هغه عوامل دي چې زموږ د نورو ننګونو پر وړاندې د زیاتې همغږۍ لامل ګرځي. عراق د سوریې ملاتړ کوي.

د سوریې ولسمشر د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي ژورتیا ته په اشارې سره وویل، عراق له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهیر کې د سوریې تر څنګ ودرېد او د سوریې په خلاف د تیري کوونکو ټول جوازونه یې رد کړي دي.

بشارالاسد څرګنده کړه، موږ په سختو حالاتو کې د سوریې د خلکو ترڅنګ، د عراق د خلکو د درېدو ګډه او لرغونې مخینه لرو. عراق په مختلفو ځایونو کې د سوریې د حکومت او خلکو غږ وو.