-
ننګرهارکې لسګونه روږدې کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته واستول شول
Aug 19, 2025 10:12پارس ټوډې - د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې ادارې کارکوونکو د جلال اباد ښار له بیلابیلو سیموڅخه ۱۱۲ تنه پر نشه یي روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه په پلازمینه کابل کې امید روغتون ته واستول.
-
د اسد میاشتې ۲۸،د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت عمومی رخصتي اعلان شوه
Aug 18, 2025 09:58د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې د اسد ۲۸ به د هیواد د خپلواکۍ د بیا رغونې د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت عمومی رخصتي وي.
-
افغانستان او ازبکستان د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا تړونونه لاسلیک کړل
Aug 18, 2025 03:39د افغانستان د برښنا شرکت له دوو ازبکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
-
د افغان سرې میاشتې ټولنه د راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ
Aug 18, 2025 02:59د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دې ټولنې عمومي رییس د نړیوال فدراسیون د آسیا-پاسیفیک سیمې له مشر او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره په یوه آنلاین غونډه کې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بېبنسټه دي
Aug 17, 2025 02:39د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
-
ريچارډ بنېټ له جرمني څخه د ۸۱ افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړه
Jul 20, 2025 02:29زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ريچارډ بنېټ له جرمني څخه د افغانستان د یواتیا کډوالو د اېستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده ان «مجرمين» هم بايد ونه اېستل شي.
-
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به روغتیایي برخه له ګواښ سره مخ کړي
Jul 11, 2025 01:57کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، هر ماشوم د زدهکړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي. هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.
-
ایران په ۳ میاشتو کې افغانستان ته د ۵۱۰ مېلیونه ډالرو صادرات کړي
Jul 11, 2025 01:52تهران ټایمز راپور ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت د ۵۲۰مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بېلابېلو توکو صادارت کړي دي.
-
د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي
Jul 11, 2025 01:30یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی. په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.
-
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
Jul 11, 2025 01:19د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.