-
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
Jul 11, 2025 04:49د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
-
ملګري ملتونه: افغان طالبان دې ځپوونکې پالیسۍ لغوه کړي
Jul 08, 2025 04:54د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ په د رایو په لوی اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې، او له افغان طالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپلې سختدریځې پالیسۍ پایته ورسوي او ټولګډونه حکومت تضمین کړي.
-
د پاکستان استازی: له افغان طالبانو سره د نړیوال تعامل لپاره د دوحې له بهیره ملاتړ کوو
Jul 08, 2025 04:46په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار وايي چې هېواد یې له افغان طالبانو سره د نړیوال تعامل لپاره د دوحې له بهیره ملاتړ کوي.
-
د سږکال عاشورا په مراسمو کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وشو
Jul 08, 2025 04:31د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په کابل کې د عاشورا د مراسمو پر مهال د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی.
-
په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه
Jul 06, 2025 17:34په کابل کې د محرم لسمه د حسیني عاشورا د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۱۵) د خلکو په پراخ حضور سره ترسره شول.
-
ولې د پيغمبر لمسي حضرت امام حسین د یزید بن معاویه پر وړاندې پاڅون وکړ؟
Jul 06, 2025 17:04پارس ټوډې - د امام حسین علیه السلام پاڅون په داسې وخت کې رامنځته شو، چې اسلامي ټولنه له اموي کورنۍ څخه د معاویه د زوی یزید تر واکمنۍ لاندې، د تباهۍ په درشل کې وه او د خلکو په منځ کې الهي احکام او فضیلتونه د هېرېدو په حال کې وو. امام حسین علیه السلام په لوړو اهدافو سره، د عاشورا غورځنګ پیل کړ او په خپل شهادت سره یې د اسلام دین ژوندی وساته.
-
ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وارړولي دي
Jul 06, 2025 14:40د ننګرهار اطلاعاتوا و کلتور ریاست په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استولې د دې ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې چمتووالي ادارې د چارواکوله قوله لیکلي چې د تیرې شپې اورښت او راوتلو سیلابونو د دې ولایت په لعلپورې، شینوارو، مومندرې، بټي کوټ، ګوشتې او ښیوې ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وراړولي دي.
-
د غزني ولایت سلطان اوبو بند د بیا رغونې چارې پیل شوې
Jul 06, 2025 14:19چارواکي وایي، د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دې ولایت په کرنیز سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. د غزني ولایت سلطان اوبو بند په دې ولایت کې د اوبو د زیرموله پلوه تر ټولو او مهم بند بلل کېږي.
-
پاکستان خپلو پولیسو ته ویلي چې د افغان کډوالو له ځورونې ډډه وکړي
Jul 05, 2025 14:49د پاکستان حکومت د کورنیو چارو وزارت په ګډومن خپلو ټولو قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې د هغو افغان کډوالو له نیولو او ځورونې ډډه وکړي، چې د «پی.او.آر» کارتونه لري.
-
د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقله موضوع ده
Jul 05, 2025 14:22د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی او ویلي چې دا یوه مستقله موضوع ده او دواړو هېوادونو پورې اړه لري.