-
ايران ته د درملو او طبي سامانونو د صادراتو مخنيونکي هېوادونه د بشريت قاتلان دي
Mar 19, 2020 12:15د ايران د قضائيه قوې د بشري حقوقو د کمېټۍ سېکتر وويل، هغه هېوادونه چې ايران ته د درملو او طبي سامانونو د صادراتو مخه نيسي د بشري حقوقو خلاف ورزي کونکي او د بشريت قاتلان دي.
-
د کورونا وائرسو له کبله د جومات په ځاے کور کښې نمونځ کول جائز دي
Mar 18, 2020 04:07په مصر کې جامعه الازهر فتوا ورکړې چې د کورونا واېرسو د مخنیوي لپاره د جُمعې لمونځ او په جوماتونو کښې د جَمعې نمونځونه لغوه کول جائز دي.
-
افغانستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته زيات شو
Mar 18, 2020 03:59د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کښې په کورونا وایرسو د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته زيات شوے دے.
-
امریکايي ښاریز دې له افغانستانه ووځي
Mar 18, 2020 10:42په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
-
په پاکستان کښې د کورونا وړومبنے قرباني
Mar 18, 2020 01:38په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له کبله وړومبنے مرګ ثبت شو.
-
د جنوبي آفريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو له ظريف سره د کورونا وائرسو په اړه ټيلفوني خبرې وکړې
Mar 18, 2020 01:23د جنوبي افريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو او له دغو وائرسو سره د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو د ډله ايزې ملګرتيا د لازموالي په باره کښې صلاح مشورې وکړې.
-
له کورونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان به ګواښ په فرصت بدل کړي
Mar 16, 2020 03:54د اسلامي انقلاب معظم رهبر له کورونا څخه د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره د ايران د روغتيا د د وزارت د هلو ځلو په قدرونې سره د بيمارۍ له پراختيا څخه د مخنيوي لپاره د ايران د ملي کمېټۍ او د روغتيا د وزارت د تدابيرو په لازم الاجرا والي باندې تاکيد وکړ.
-
پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې
Mar 16, 2020 04:24پاکستان وويل، د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي په وجه له نن څخه له افغانستان سره خپلې ټولې پولې د مسافرو او سامانونو په لور وتړلې.
-
له کورونا سره د مقابلې په اړه د آذربائيجان جمهوريت او اماراتو له خارجه وزيرانو سره د ظريف صلاح مشورې
Mar 16, 2020 01:55د ايران خارجه وزير د آذربائيجان جمهوريت او اماراتو له خارجه وزيرانو سره په ټيلفوني خبرو کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو په ډله ايزې ملګرتيا تاکيد وکړ.
-
د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے
Mar 16, 2020 01:27د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ډېپلومېسۍ او ملي ګټو د فراکسيون مشر د امريکې د کانګرس غړې مېرمن ايلهان عمر ته په يو خط کښې وليکل: د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے.