-
که چیري اروپا له امریکا پرته خپله دفاع کولای شي نو دا یو خوب دی
Jan 27, 2026 06:50زمونږ خبریال راپور راکړی د ناټو تړون سرمنشي مارک روټی(Mark Rutte) وویل چې اروپايي هیوادونه له امریکا پرته د خپلې دفاع کولو وړتیا نلري.
-
فرانسې په ګرینلینډ کښې د ناټو د پوځي مانورې غوښتنه وکړه
Jan 21, 2026 11:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» نن وویل چې پاریس په ګرینلینډ جزیرې کښې د ناټو د پوځي مانورې د ترسره کولو غوښتنه کړې ده او په دغه مانورې کښې ګډون کولو ته تیار دی.
-
روسیه او چین هیوادونه د ګرینلینډ لپاره ګواښ نه دي
Jan 16, 2026 07:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وینا ته په غبرګون کښې چې مخکې یې ادعا کړې وه روسیه او چین د ګرینلینډ د ترلاسه کولو کوشش کوي وویل ماسکو او پیکینګ تراوسه د ګرینلینډ د نیولو په هکله هیڅ ډول ګواښ نه دی کړی.
-
د امریکا ډيپلوماټ د ډانمارک خارجه وزارت ته احضار شو
Aug 27, 2025 10:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د ډانمارک د «ډي ار» رسنۍ په قول وویل د دغه هیواد خارجه وزیر په کوپنهاګ کښې د امریکا د سفارت لوړرتبه ډيپلوماټ په ګرینلینډ کښې د امریکا د ښاریزو لخوا د نفوذ د عملیاتو د ترسره کولو په هکله د راپورونو په دلیل احضار کړی دی.
-
ګرینلینډ له امریکا سره د نږدې اړیکو غوښتونکی نه دی
Mar 11, 2025 02:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ګریلینډ لومړي وزیر موت اګده(Mute Egede) پرون وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شمالي قطب له معدني موادو د دغه پراخه بډایه جزیرې د مالکیت لپاره د خپلې ګروهنې په تکرارولو سره د ګرینلینډ له خلکو سره غیر محترمانه چلند کړی دی.
-
د ګرینلینډ په پیسو اخیستل؛ د امریکا د ریپبلیکن ګوند نیواکګرانه لایحه
Jan 15, 2025 09:10پارس ټوډی د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند غړیو د ګرینلینډ جزیرې په پیسو د اخیستلو په هکله د خبرو اترو د اجازې د ورکولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.
-
ټرامپ د امریکا د نفوذ د زیاتولو لپاره د ګرینلینډ جزیرې نیول غواړي
Jan 10, 2025 01:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول وویل د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په غربي نیمکره کښې د امریکا د نفوذ د حوزې د پراخولو او د راتلونکو نسلونو لپاره د خپل میراث د پیاوړي کولو د یوې لارې په توګه د ګریلینډ جزیرې د ترلاسه کولو لپاره جدي دی.