-
یمن به د امریکا حملې ته ځواب ورکړي
Aug 20, 2024 01:42المیادین ټیلي ویژن راپور راکړی د یمن د حکومت د خارجه چارو وزیر« جمال احمد علي عامر» د یمن له وسله والو ځواکونو سره په مقابلې کولو کښې د امریکا د لالهاندۍ او د استیصال خبر ورکړ.
-
عقلانیّت،علم او فلسطین،د ایران او استانبول د عالمانو د خبرو چورلیز
Jul 29, 2024 08:58پارس ټوډې – د ایران د عمومی علمیه حوزو مدیر دترکیې په استانبول کې د اسلامی مرکزونو له عالمانو او کلتوری فعالانو سره په کتنې کې، د فلسطین دمظلومو خلکو پر بشپړ ملاتړ ټينګار وکړاو دغه ملاتړ ئې په درستې نړۍ کې د مسلمانو وګړو دنده وبلله.
-
له اسرائيلو سره د مقابلې پنځمه مرحله به ډيره خطرناکه وي
Jul 24, 2024 02:54د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په یولړ څرګندونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې د پنځمې مرحلې د پیلولو خبره کړې او وئيلي ئې دي چې دغه مرحله به ډیره خطرناکه او غاښ ماتونکي وي.
-
په یمن د حملو دوام به دعربستان د ۲۰۳۰کال لرلید له مینځه یوسي
Jul 20, 2024 09:35د یمن د انصار ا.... و لسی غورځنګ رهبر ټينګار وکړ،که د یمن په ضد د حملو دوام وکړ، نو د عربستان د ۲۰۳۰ کال لرلید به نابود شي.
-
د یمن پوځ بیا په سرۀسمندر کې دنیواکي ټاټوبو په لور تلونکي درې کشتۍ په شیشت کې راوستې
Jul 16, 2024 12:02د یمن د پوځ ویندوي په سره سمندر او مدیترانې سمندر کې د نیواکي فلسطین په لور دتلونکو تجارتي کشتیو په ضد د درو بریالیو عملیاتو خبر ورکړ.
-
د یمن په میلیونونو خلکو د فلسطین له مظلوم ولسه په ملاتړ کې لاریونونه وکړل
Jul 13, 2024 02:39د فلسطین له مظلوم ولس حخه د یمن د خلکو د ملاتړونو په دوام کې پرون جمعې ورځې د یمن په میلیونونو خلکو د صعدې پشمول د هیواد په ځينو ښارونو کې په شتون سره په غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه یو ځل بیا په سخته محکوم کړل.
-
د اسرائيلو د حیفا بندر په ضد یمن والو او عراقي مبارزانو ګډ عملیات کړي
Jul 03, 2024 09:55د یمن د پوځ ویندوي په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د عراق د اسلامی مقاومت له مبارزانو سره ئې په ګډه توګه د اسرائیلو په حیفا بندر کې پر حیاتي ټارګټونو حملې کړي دي.
-
د امریکا او انګلستان تیریګرو جنګی الوتکو د یمن په جنوب بیا حملې وکړې
Jun 28, 2024 10:45د یمن المسیره ټیلیويژنی چینل راپور ورکړ، د امریکا او بریتانیا تیریګرو جنګی الوتکو نن سهار وختي دیمن په جنوب کې په تعز ولایت حملې کړي دي.
-
حزب ا... د صهیونیسټ رژیم په څو پوځي مرکزونو بیا د ډرونز بریدونه کړي
Jun 26, 2024 02:55په دغه ډرونز حملې کې د صهیونیستي پوځیانو دغونډیدا ځاي ټارګټ شوی او دیوشمیر صهیونیسټي پوځیانو د هلاکت او ټپی کیدا او ددغه مرکز په اور کې د لوو لپه سوځیدا سبب شوې ده.
-
د غزې د ولس او مقاومت بې مخینې مقاومت اسلام ته عزت ډالۍ کړی
Mar 27, 2024 01:28د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د خلکو وژله او په دغې سیمې کې عامې وژلې د هر یوه وجدان لرونکي انسان زړه دردولی دی ، ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له موضوع او د غزې د مظلوم او مقاومت کونکي ولس د ملاتړ په موضوع کې هیڅ هڅه نه سپموي او په د غه ملاتړ کې هیڅ شک او شبه نه لري.