په غزه کې ۴۰ نور فلسطینيان په شهادت ورسېدل
(last modified Sun, 04 May 2025 11:36:02 GMT )
May 04, 2025 16:06 Asia/Kabul
  • په غزه کې ۴۰ نور فلسطینيان په شهادت ورسېدل

د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام سره په غزه کې ۴۰ نور فلسطینیان په شهادت ورسول شول.

په دې سره په غزه کې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر۵۲ زره او ۵۳۵ تنو ته ورسېد.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ فلسطیان په شهادت رسېدلي او ۱۲۵ نور ټپیان دي.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې نېټې څخه د اسرائیلي رژیم د نوي یرغلونو له پیل راهیسې، په غزه کې ۲ زره او ۴۳۶ کسان وژل شوي او ۶ زره او ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

له دې شمېرو سره، د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د ټولو شهیدانو شمېر ۵۲ زره او ۵۳۵ ته ورسېد.