پر غزې د حملو تر بندېدو پورې به زموږ بریدونه دوام ولري
(last modified Fri, 23 May 2025 01:46:33 GMT )
May 23, 2025 06:16 Asia/Kabul
  • پر غزې د حملو تر بندېدو پورې به زموږ بریدونه دوام ولري

د یمن وسله والو ځواکونو ویاند په اشغال شوي فلسطیني خاوره باندې د یمن د دویم توغندیزو عملیاتو په اړه دویمه بیانیه صادره کړه او ټینګار یې وکړ چې دا بریدونه به پر غزې د حملو تر بندېدو پورې  دوام ولري.

جنرال یحیی سریع اعلان وکړ چې د یمن وسله والو ځواکونو په تېرو څو ساعتونو کې په خپل دویم توغندیزو عملیاتو کې د اللد (بن ګوریون) هوایي ډګر د هایپرسونیک توغندي په واسطه موخه ګرځولی دی. دا عملیات د فلسطیني ملت او هغه د مبارزانو د ملاتړ او په غزه کې د صهیونسټي رژیم د جنایتونو په ځواب کې ترسره شوي دي.  د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د دې عملیاتو د بریالیتوب، د بن ګوریون هوایي ډګر د فعالیتونو بندیدو او پناهځایونو ته د میلیونونو صهیونسټي اشغالګرو د تښتېدو خبر ورکړ.

له دې سره، د یمن دفاع وزیر ټینګار وکړ: موږ ټولې نړۍ ته اعلان کوو چې په فلسطین کې د خپلو مظلومو وروڼو له ملاتړ څخه لاس نه اخلو.

جنرال محمد العاطفي وویل: موږ له مظلوم فلسطیني ملت څخه د ملاتړ ترڅنګ، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د یمن پر واکمنۍ او خپلواکي باندې تیری وکړي. اتحاد د دې هېواد د نه ماتېدونکي ملت اراده څرګندوي او موږ یو ځل بیا د دین، مقدساتو او د هېواد دفاع لپاره بیا ژمنه تازه کوو. العاطفي څرګنده کړه: یمن د ایمان په ځواک سره وحدت ته ورسېد او پر ټولو مستکبرانو او ځواکمنو باندې بریا لاس ته راوړه. کولای شي د هېواد د تجزیې پلانونه مات کړي او د اسلامي امت د بریاوو یو نوی فصل رامنځته کړي.