-
د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 08:36د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
-
سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
Jun 28, 2023 08:27د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
-
چاودېدونکو توکو په دوو کلونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې
Jun 28, 2023 07:45په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
پاکستان وايي، په سیمه کښې د ثبات لپار د طالبانو ملګرتیا کوي
Jun 27, 2023 04:24د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلام آباد په سیمه کښې د صلحې او امنیت لپاره د افغانستان له واکمن حکومت سره ملګرتیا ته تیار دی
-
د پاکستان خارجه وزارت د امریکې جګ پوړی ډیپلماټ وروباله
Jun 27, 2023 04:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون متحده ایالاتو ته د هندوستان د وزیراعظم د سفر په دوران کښې د واشنګټن او نوي ډیلي په ګډې بیانیې باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت مرستیال احضار کړ.
-
پاکستان کښې د نشه ایزو موادو ستره جوپه نیول شوې
Jun 27, 2023 04:11د پاکستان ساحلي ګارډ د نشه ایزو توکو د یوې ۵.۴ ټني جوپې د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
-
ترکیې د عراق او سوریې په شمال کښې پراخ غیرقانوني عملیات ترسره کړي
Jun 27, 2023 04:05د ترکیې امنیتي ځواکونو د سوریې په شمال او مه داشان د عراق په شمال کښې د پي، کی، کی ۱۵ غړي وژلي دي.
-
د پاکستان د وروستیو ناقراریو په تړاؤ څو پوځي چارواکي څتګته کړې شول
Jun 27, 2023 03:54د پاکستان درې پوځي مسئولان د وروستیو سیاسي ناآرامیو په تړاؤ له خپلو پوسټونو څنګته کړې شول او څه باندې سل تنه به هم د پوځي محکمو له خوا محاکمه شي.
-
د سوریې خلاف د لویدیځ اقدامات بې ګټې دي/ د روسیې ملاتړ کوو
Jun 27, 2023 03:52د سوریې ولسمشر بشارالاسد د روسیې د مرستیال خارجه وزیر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې په ټول هیواد کښې د امنیت او ثبات د ستنیدو لپاره د سوریې د اقداماتو د بې اغیزې کولو لپاره د لویدیځ هلې ځلې بې نتیجې دي
-
په قفقاز کښې له سیمې د بهر ځواکونو اقدامات د سیمې د هیوادونو لپاره یو ګواښ دی
Jun 27, 2023 02:08د ایران او روسیې ولسمشرانو د خپل مینځي ستونزو د هواري لپاره د سیمې د هیوادونو ترمینځ په غږملتیا او ملګرتیا باندې په ټینګار سره، په قفقاز کښې له سیمې د بهر ځواکونو اقدامات د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره یو ګواښ وباله