مرستندویه ټیمونه مو سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي دي
ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د خوراکي توکو نړیوال پروګرام وايي، چې د دوی ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي، وضعیت ارزوي څو زیانمن شویو خلکو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ورسوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم پر خپل ټویټر ویلي چې د دوی مرستندویه ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي څو اوښتي زیانونه معلوم او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
وروستيو سېلابونو کابل، خوست، غزني، کونړ، پکتیا، نورستان او ننګرهار کې هم ځینې سیمې ځپلي، خو تر ټولو ډېر زیان یې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې اړولی چېرې چې د ځايي چارواکو په وینا، د تندورې کلي کې لږ تر لږه دېرش کسان وژلي، ۱۵ نور یې ټپیان کړي او ګڼې نورې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.