په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۸ کسان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136254-په_افغانستان_کې_د_وروستیو_سېلابونو_له_امله_۴۸_کسان_مړه_شوي
د افغانستان د سرپرست حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پر مهال یې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نورټپیان دي.
(last modified 2023-07-26T21:32:31+00:00 )
Jul 27, 2023 02:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۸ کسان مړه شوي

د افغانستان د سرپرست حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پر مهال یې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نورټپیان دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله  د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۸ تنه ټپیان شوي، څه باندې ۱۰۰۰ کورونه بشپړ او نیم بشپړ ویجاړ شوي، ۶۸۶ څاروي مړه او یو د چرګانو فارم هم تخریب شوی او څه باندې ۷۹۹۲ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه له منځه تللې ده.

دغه سېلابونه د افغانستان په څوارلس ولایتونو، کونړ، کابل، خوست، پکتیا، وردک، غزني، پروان، ارزګان، لوګر، ډایکنډي، بدخشان، نورستان، زابل او ننګرهار کې راوتلي چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان یې په وردګو ولایت کې رامنځته کړې ده.

د سېلاب ځپلو سیمو ځایي اوسیدونکي له طالبانو او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په دغو سختو شرایطو کې ورسره بیړنۍ مرستې وکړي.

بلخوا، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ افغانستان له تر ټولو زیانمنو هېوادونو بللی، چې د سېلابونو او وچکالۍ په څېر د طبیعي افتونو له کبله ډېر زیانونه پېښ شوي دي.