-
حزبا...: له نیواکګرۍ سره د مقابلې فیصله په ملي ژمنې سره کوو
Feb 18, 2025 09:05د لبنان د حزب ا... استازي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې مقاومت په دې هیواد کښې ثبات غواړي، وویل: په ملي ژمنې سره د صهیونیسټانو له نیواکګرۍ سره د مقابلې فیصله کوو.
-
د طالبانو له انکار سره سره، نړۍ په افغانستان کښې د داعش د فعالیت کتونکې ده
Feb 18, 2025 07:50سره له دې چې طالبان وايي داعش په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی، خو دې ترهګرې ډلې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې د څو بمي چاودنو مسئولیت پر غاړه اخیستې دی.
-
عراقچي: له دریو اروپايي هېوادونو سره د مذاکراتو دوام ته چمتو یو/ ایران د ګواښ او فشار ژبه نه زغمي
Feb 18, 2025 06:28د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دریو اروپایي هیوادونو سره د خبرو اترو د دوام لپاره د تهران چمتووالي په اعلانولو سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به ګواښونه او فشار ونه زغمي او د زیات نه زیات فشار پالیسي به خامخا ناکامه شي.
-
د افغانستان د واقعي انځور د نندارې لپاره؛چکر؛ مستند فیلم جوړ شوی
Feb 13, 2025 02:43؛چکر؛ نومې مستند هره اونۍ مونږ ته دا فرصت راکوي څو دافغانستان له متفاوتې او حقیقي دنیا سره آشنا شو او او د هغو نه وئيل شوو قصو لیدو ته کیښنو چې ددغه ټاټوبی په زړه کې نغښتي دي.
-
کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه ونمانځله شوه
Feb 10, 2025 01:20کابل کې د ایران سفارت له لوري د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۶مې کلیزې مراسم ترسره شول.
-
پاکستانۍ سیاستواله میرمنه: د ایران انقلاب د خلکو په منځ کې د ښځو نفوذ تضمین کړ
Feb 10, 2025 04:03د پاکستان په سینټ کښې د ایران او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې مشرې او ښځینه سیاستوالې په مختلفو برخو کې د ایراني ښځو د پراخ رول ستاینه وکړه او د ښځو د حقونو په پلمه یې د لویدیځ دروغ هم وغندل او ویې ویل: "په ایران کې اسلامي انقلاب د ټولنې د نورو برخو تر څنګ د ښځو نفوذ تضمین کړ."
-
طالبان هڅه کوي په هند کښې د افغانستان سفارت بیرته خلاص کړي
Feb 10, 2025 03:56طالبان وايي چې دوی په هند کې د افغانستان د سفارت کنټرول په لاس کې د اخیستلو هڅه کوي.
-
مسلمانان دې د ویرې او اختلافاتو په پریښودو سره د دښمنانو په وړاندې یوموټي شي
Feb 10, 2025 03:51د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سیاسي سلاکار ویلي چې مسلمان مشران او ملتونه باید ویره او اختلافات یوې خوا ته کړي او د خپلو دښمنانو په وړاندې سره متحد شي.
-
د ایران د لارې او ښار جوړونې وزیره جنیوا ته لاړه
Feb 10, 2025 02:17د ایران د لارې او ښارجوړونې وزیره د ملګرو ملتو د ځمکني ټرانسپورټ د کمیټې UNECE په اووه اتیایمې غونډې کښې د ګډون لپاره د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ جنیوا ته تلی دی.
-
ایران د اونۍ په هینداره کښې
Feb 08, 2025 06:54د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو د څیړنې اونیزه لیکنه