هغه افغانان دې ولولي چې پیسې یې بندې دي
له ایران څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د پراخې ایستنې د پلان په رڼا کې، د ایران حکومت او د طالبانو د قونسلګرۍ څانګې د قانوني ملاتړ او د دوی د حقونو او پورونو د راټولولو او ترلاسه کولو لپاره حل لارې چمتو کړې دي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د تیرې میاشتې په دوران کښې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پلان پلي شوی دی.
دغه بهیر چې په ایران کښې د کډوالو د وضعیت د منظم کولو او د ناقانونه کډوالو د شتون د کمولو په موخه پیل شوی، د هغو کډوالو د اندیښنې لامل شوی چې لا یې هم په ایران کښې یې پیسې وغیره بندې دي او مطالبات لري.
په دغو کښې زیاتره کسان چې له ایرانه وتلو ته اړ شوي یا د وتلو نیت لري، تراوسه یې خپل پاتې مالي او قانوني حقوق نه دي تعقیب کړي یا یې تعقیبونه روانه ده.
له ایرانه له وتلو وروسته د حقوقو وضعیت او د مطالباتو د تعقیبونې وضعیت:
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز مشر نادر یاراحمدي په دې حالاتو کښې ویلي دي چې افغان کډوال حتی له ایرانه له وتلو وروسته هم د خپلو مطالباتو د تعقیبونې امکان لري او کوې شي چې د لګښت له ورکولو پرته، وړیا وکیل ولري.
دغه وکیلان چې په ایران کښې د کډوالو د خپلوانو یا د طالبانو د کنسولي برخې له لارې معرفي کیږي، د کډوالو په استازیتوب د حقوقو د غوښتنې قانوني بهیر مخته بیايي.
د تعقیبونې بهیر ته د نظم ورکولو لپاره د ګډو حقوقي کمیټو جوړول:
د دې بهیر د اسانتیا په لاره کښې د ایران د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له چارواکو سره موافقې ته رسیدلی ترڅو داسې ګډې حقوقي کمیټې جوړې شي چې په ایران کښې د افغان وګړو د مطالباتو منظمه او رسمي پیګیري په غاړه ولري.
دغه کمیټې داسې زمینه برابروي چې د کډوالو حقوقي او مالي ستونزې په قانوني فضا کښې او د دواړو لورو ترڅارنې لاندې تعقیب شي.
د اقامتي وضعیت او قانون ډوله مدارکو د حیثیت په معلومیدو ټینګار:
یو مهم ټکی چې په دې حالاتو کښې راڅرګند شوی، د اقامت او هستوګنې د مدارکو د اهمیت او حیثیت د ټاکل کیدو ضرورت دی.
یاراحمدي ټینګار کړی چې د دغه ډول مدارکو لرونکي باید زرترزره خپل وضعیت معلوم کړي ځکه چې دغه مدارک د تیر کال د کب له میاشتې راهیسې په رسمي توګه په باطلیدو دي او په دې لړ کښې ځنډ به د حقوقو د تعقیبونې بهیر لاسخت کړي.
د وتلو په حالاتو کښې اداري ستونزې او د کډوالو لالهاندي
د وتلو د طرحې اجرا ته په پام سره، زیاتره کډوال د کفالت او د کډوالو د چارو دفترونو ته په رجوع کښې له ګڼو اداري ستونزو او لالهاندۍ سره مخامخ شوي دي چې لامل شوې د اقامتي وضعیت تمدید یا بدلون ورپاره له ځنډ او پيچلتیا سره مل شي.
دې موضوع د هغوي حقوقي او مالي بهیر ترتاثیر لاندې راوستی دی او ځیني وختونه د هغوي د مطالباتو د ترلاسه کیدو خنډ شوي دي.
د اختلافاتو په هواري کښې د مرستې د برخې او د اتباعو د دفترونو رول
په ځینو ولایتونو کښې د ابتاعو عمومي دفترونو، د انساني مرستو د برخې په جوړولو سره، د کډوالو او پوروړو ترمینځ جوړجاړی پیل کړی دی او د اختلاف د طرفینو په وربللو سره توانیدلي چې د ځنډیدلو مطالباتو یوه برخه ترلاسه کړي.
دا تجربه ښودنه کوي د مینځګړیتوب او د طرفینو په تعاملاتو کښې د اسانتیا راوستو تګلارې، په روانو کړکیچنو حالاتو کښې د کډوالو مالي مشکلات هوارولی شي.
له ناوړه اتسفادې او په وتلو کښې له ځنډ څخه اندیښنه:
په عین حال کښې د ایران د کورنیو چارو د وزارت چارواکو خبرداری ورکړی چې ممکنه ده ځیني کسان د مطالباتو د تعقیب له بهیره، له ایرانه په وتلو کښې د ځنډ لپاره د یوې پلمې په توګه کار واخلي.
خو دغې وزارتخانې ټینګار کړی چې د مهاجرینو د حقوقو او مطالباتو تعقیبونه یې جدي اخیستې او دغه حقوق به په هر ډول حالاتو کښې تعقیب کړي.
#مهاجرین_غیر_قانونی