-
د ایران د هوائي ځواک د فداییان حریم ولایت نومې مانوره نن شپه پیلیږي
Jul 23, 2023 10:47د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دهوائي ځواک قوماندان ووئيل،د فداییان حریم ولایت هوائي اقتدار یولسمه مانوره،د هوائي ځ واک د ټولو کنډکونو په ګډون سره نن شپه پیلیږي.
-
په افغانستان کې دې د محرم د دستورو درست محدودیّتونه دې ختم شي
Jul 23, 2023 08:56د افغانستان اهل تشیّع مشران په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د محرم الحرام د شپو ورځو د دستورو په مناسبت د لګول شوو درستو محدودیّتونو دختمولو غوښتونکي شول.
-
د نړۍسرې میاشتې ادارې دافغانستان سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي
Jul 23, 2023 08:34د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.
-
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د ازبیکستان له سفير سره لیدلي
Jul 23, 2023 12:48د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزی د ازبکستان له سفير خواجه شادمانوف سره په کابل کې لیدلي او د دواړو لورو د اړيکو په پراختيا په اړه یې خبرې اترې وکړي.
-
د محرم شپو ورځو د امنیت په موخه کابل کې ۱۳ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي
Jul 23, 2023 08:23د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کړې.
-
د کابل والي د دې ولایت له یوشمېر تکیه خونو څخه لیدنه وکړه
Jul 23, 2023 08:14د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد او د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي ابراهیم د محرم په میاشت کې د کابل ښار له یو شمېر تکيه خانو څخه لیدنه وکړه.
-
روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو د صادرولو ادعا بې اساسه ده
Jul 22, 2023 04:20د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پر روسیې د بې پیلوټه الوتکو د پلورلو په پلمه، د اسلامي جمهوریت پرضد د اروپایي ټولنې د نویو بندیزونو د لګولو په غبرګون کې وویل، روسیې ته د ایران د بې پیلوټه الوتکو د صادرولو ادعا بې اساسه ده.
-
د قرآنکریم د پرلپسې سپکاوي په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي سره د امیر عبداللهیان خبرې
Jul 22, 2023 04:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په سویډن کې د قرآنکریم د پرلپسې سپکاویو په اړه د اسلامي ملګرتیا سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طه سره ټلفوني خبرې اترې وکړې.
-
قرآن ته سپکاوى کوونکی بايد ونيول او محاکمه شي
Jul 22, 2023 02:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سویډني سیال سره په ټلفوني خبرو کې په سویډن کې د قرآنکریم د سپکاوي د عاملینو په نیولو او محاکمه کولو ټینګار وکړ.
-
امریکا ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال ځان وژلی
Jul 22, 2023 02:06۲۴ کلن ذکریا بلوچ ذکي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په اسلام آباد کې مېشت و د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د پړي په وسیله ځان زندۍ کړی دی.