قرآن ته سپکاوى کوونکی بايد ونيول او محاکمه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136036-قرآن_ته_سپکاوى_کوونکی_بايد_ونيول_او_محاکمه_شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سویډني سیال سره په ټلفوني خبرو کې په سویډن کې د قرآنکریم د سپکاوي د عاملینو په نیولو او محاکمه کولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 22, 2023 02:48 Asia/Kabul
  • قرآن ته سپکاوى کوونکی بايد ونيول او محاکمه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سویډني سیال سره په ټلفوني خبرو کې په سویډن کې د قرآنکریم د سپکاوي د عاملینو په نیولو او محاکمه کولو ټینګار وکړ.

د ایران پرس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر توبیاس بلستروم سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې د قرآن او نورو سپېڅلو دینونو د سپېڅلو کتابونو سپکاوی په هر ځای کې د هر شخص له خوا او په هر حالت کې په کلکه غندو او د بیان د آزادۍ په پلمه د دغه ډول اعمالو تکرار د منلو وړ نه دی .

امیر عبداللهیان ټینګار کړی چې که د ابراهیمي دینونو او نورو سپېڅلو کتابونو په اړه دا کار وشو، نو د غندنې تر څنګ باید د دغه ظالم بهیر غړی ونیول او محاکمه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د دې بیان تر څنګ زیاته کړه ، د دغه کار ترسره کوونکی د نه بخښلو وړ  باید ونیول شي، محاکمه او د خپلو اعمالو حساب ورسره وشي، له دې پرته، سویډن باید د اسلامي هېوادونو قاطع پرېکړو ته انتظار وباسي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه ټلفوني اړیکه کې ویلي چې د سویډن حکومت د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآنکریم سپکاوی غندي.