-
ظريف: ستر قوتونه په سيمه کښې د تاوتريخوالي رامنځته کونکو اقداماتو ملاتړ نه کوي
Dec 30, 2019 04:03د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د هند بحيرې په شمال او د عمان سمندر کښې د ايران، روسيې او چين مشترکه فوځي مشقونه په سيمه کښې له تاوتريخوالي جوړونکو سياستونو سره د مهمو نړيوالو قوتونو د نه ملګرتيا ښودونکي وبلل.
-
د عراق په «حشد الشعبي» ځواکو د امريکې هوائي حمله/ په لسګونو شهيدان او ژوبل
Dec 30, 2019 02:59د عراق د حشد الشعبي ولسي رضاکار فورس د ګډو عملياتو د دفتر مدير بېګا وويل، د دغه هېواد د الانبار صوبې په القائم پوله ايز ښار کښې د دغه تنظيم په سنګرونو د امريکې په ډرون حمله کښې د حشد الشعبي لږ تر لږه ۲۵ ځواکونه شهيدان او ۵۱ نور ژوبل شول.
-
امريکه په ۲۰۱۹ کال کښې د ډله ايزې وژلې ترټولو زيات ريکارډ جوړونکې
Dec 29, 2019 12:14په 2019 کال کښې په امريکه کښې په تودو وسلو سره د ډزو له کبله له وژلو سره اړوند شمېرنې اندېښمنونکې اندازې ته رسېدلې دي. په ۲۰۱۹ کال کښې د خپرو شويو شمېرنو له مخې د ډله ايزې وژلې په يو څلوېښت واقعاتو کښې دوه سوه يولس تنه وژل شوي دي.
-
د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر: يوه اړخيزه ډزبندي د خلقو په ګټه نه ده
Dec 30, 2019 02:35د افغانستان د مشرانود جرګې مشر وويل، د امريکې او طالب ډلې يو اړخيزه ډزبندي په دغه هېواد کښې د جنګ د ختمېدو په معنا نه ده.
-
په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول
Dec 30, 2019 02:16د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ کونکې ادارې نې مشر وويل، په روان ميلادي کار کښې په دغه هېواد کښې لس تنه خبريالان وژل شوي دي.
-
د مرغومي مياشتې ۹ له ولايت سره د امت د ميثاق او بصيرت ورځ
Dec 30, 2019 01:28نن د ګل ورځ د دسمبر دېرشمه يا د مرغومي نهمه نېټه د ۱۳۸۸ هجري نمريز کال د مرغومي د مياشتې د نهمه نېټې په لاريون کښې د ايران د ولايتمداره او حماسه جوړونکي ولس د عاشورائي شتون له کليزې سره سمون خوري چې د اسلامي انقلاب په تاريخ کښې د عطف يو ټکے او د اسلامي ايران د خلقو په وياړونوکښې يوه زرينه پاڼه ګڼل کيږي.
-
په هلمند کښې طالبانو ۱۴ افغان عسکرو ته مرګ و ژوبله اړولې
Dec 28, 2019 14:05امنیتي چارواکو ویلي، په هلمند کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یو مرکز برید کړے او څوارلس افغان عسکرو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
-
د امريکې په مشرۍ ګډو ځواکونو بيا عامه افغانان په خاورو وينو کښې ولوغړول
Dec 28, 2019 13:55د قندوز ولايت مرکز اړوند بزقندهاري سيمه کښې د عامه وګړو په کورونو د امريکي ځواکونو په مشرۍ ګډو ځواکونو له څو ورځو راهیسې چاپې او تلاشۍ پيل کړې وې چې په نتيجه کې يې تر اوسه د ۱۳ عامه وګړو د مرګ ژوبلې رپوټونه رارسېدلي دي.
-
ولايتي: ايران به د سيمې د هېوادونو د تقسيمولو لپاره د دښمنانو د سپېرۀ پلان په مقابل کښې مقاومت وکړي
Dec 28, 2019 12:43په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې په هېوادونو کښې د هر ډول بهرني مداخلت خلاف دے او د سيمې د هېوادونو د کمزوري کولو او تقسيمولو لپاره د دښمنانو د ظلم، دسيسو، تيريو او سپېرو پلانونو په وړاندې ټينګ اودريږي او مقاومت به وکړي.
-
د سمندري ځواک عملياتي مرستيال: د هند بحيرې امنيت د نړۍ د اقتصادي ګټو د ساتنې ضامن دے.
Dec 28, 2019 09:04د ايران د اسلامي جمهوريت د د فوځ د سمندري ځواک د عملياتو مرستيال وويل: په هند بحيره په تېره بيا د طلائي مثلث نومې د هرمز په تنګۍ، مالاګا او باب المندب کښې د کيشتۍ چلونې د کرښو د پوره امنيت ټينګول په نړيوال ډګر کښې د اقتصادي ګټو د ساتنې ضمانت ورکونکې چاره ده.