په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86900-په_افغانستان_کښې_په_روان_ميلادي_کال_کښې_لس_خبريالان_ووژل_شول
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ کونکې ادارې نې مشر وويل، په روان ميلادي کار کښې په دغه هېواد کښې لس تنه خبريالان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2019 02:16 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ کونکې ادارې نې مشر وويل، په روان ميلادي کار کښې په دغه هېواد کښې لس تنه خبريالان وژل شوي دي.

د ايرنا د رپوټ له مخې مجيب خلوتګر پرون په کابل کښې يو اخباري ناسته کښې وويل، په روان ميلادي کال کښې په خبريالانو د تشدد ۱۱۵ واقعات ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه، د خبريالانو وهل ټکول، د رسنيو مالي مشکلات او اطلاعاتو ته نه لاسرسائي ځينې هغه مهمې ستونزې دي چې په افغانستان کښې ورسره خبريالان مخامخ دي.

خلوتګر وويل، په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کښې د رسنيو شل تنه کارکونکي وژل شوي وو خو دغه شمېر لسو ته راکم شوے دے.

تېر کال افغانستان د خبريالانو د امنيت لپاره ډېر بد هېواد ؤ چې پکښې شل تنه افغان خبريالان د ترهه ګريزو  حملو هدف ګرځېدلي  او وژل شوي دي.