-
په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 20, 2024 02:33د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په کندهار کې د انځور او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی
Feb 20, 2024 02:26د کندهار د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین آخند د کندهار ملکي او پوځي ادارو ته یو مکتوب لېږلی، چې له مخې یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه ویلي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نهدی.
-
په نورستان کې د غره ښویېدنې له امله نږدې ۶۰ تنه مړه او ټپیان شوي
Feb 20, 2024 01:32د افغانستان د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د تېرې شپې د غره ښویېدنې له امله ۲۸ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
-
په بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰۸ کسان وژل شوي
Feb 20, 2024 01:17د افغانستان په بلخ ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله، ۱۰۸ کسانو په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
په سور سمندر کې یوه انګلیسي کښتۍ په نښه شوې
Feb 19, 2024 04:10خبري سرچینو خبر ورکړی چې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د بریتانیا یوه بېړۍ په نښه شوې ده.
-
له لوېدیځې آسیا څخه د امریکا د وتلو لازمه، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراخول دي
Feb 19, 2024 03:46د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراختیا او د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، د لوېدیځې آسیا له سیمې د امریکايي پوځیانو د وتلو مهم شرط وباله.
-
ایران د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له اعلامیې غوڅ ملاتړ اعلان کړ
Feb 19, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د فلسطین د مظلوم ملت پروړاندې د جنایتونو د بندولو لپاره، د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له بیانیې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
-
روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
Feb 19, 2024 02:03د افغانستان د هرات د اطلاعات او کلتور مشر ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بېلابېلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.
-
ایران په ۲۰۲۳ کال کې اروپا ته د پستې دویم صادروونکی شو/ د ۹۲ میلیونه یورو په کچه صادرات
Feb 18, 2024 04:12یوروستات په ۲۰۲۳ کال کې اروپا ته د ایران د پستې د صادراتو کچه ۹۲ میلیونه یورو اعلان کړه او سږ کال یې ایران اروپا ته د پستې د دویم صادروونکي په توګه معرفي کړ.
-
امریکایانو په ښکاره اعلان کړی چې د ایران په مقابل کې یې بریا نه ده ترلاسه کړې
Feb 18, 2024 02:36د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د سپاه پاسدارانو د قوماندان مرستیال امیرالبحر علي فدوي زیاته کړه: باید یادونه وکړو، چې امریکا او د هغې متحدانو د سترو شیطانانو په توګه، په مکرر ډول او په عامه توګه اعلان کړی چې، د اسلامي جمهوریت پر وړاندې یې یو ځل هم بریا نه ده ترلاسه کړې.