پزشکیان له پاشینیان او علي اف سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران منتخب ولسمشر د ارمنستان له وزیراعظم او د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ارمینیا د وزیراعظم مطبوعاتي منشي نازلي باغداساریان وویل چې نیکول پاشینیان په دغه ټیلیفوني تماس کښې د ایران په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د مسعود پزشکیان د بریا په مبارکۍ سره، د دواړو حکومتونو په تیرو موافقو باندې پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې زرترزره او په اولني فرصت کښې په خپلو کښې ملاقات وکړي او د هراړخیزو ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړي.
له بلې خوا آذرتاج حکومتي خبري آژانس هم خبر ورکړی چې د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف هم د ایران له منتخب ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه د ده د غوره کیدو مبارکي ورکړې او ورته یې د بریالیتوب آرزو وکړه.
خبر زیاتوي چې ولسمشر پزشکیان هم د علي اف د مبارکۍ د پیغام په قدرونې سره وویل چې په ټولو برخو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره به له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.