-
د ایران ولسمشر د نړۍ د ۵۰ هېوادونو مشرانو ته د غزې په اړه لیک استولی
Nov 21, 2023 04:12د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نړۍ د ۵۰ هېوادونو مشرانو ته د لیک په استولو سره، له هغوی غوښتي چي په غزې کې د اسرائیلي رژیم د وژنو د بندولو لپاره په دغه رژیم باندې اقتصادي او سیاسي فشارونه راولي.
-
په غزې کې د شهیدانو شمېر له ۱۳ زره او ۳۰۰ څخه اوښتی دی
Nov 21, 2023 04:10په غزې کې د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر اعلان وکړ چي په کورونو، روغتونونو، ښوونځیو او مهاجر کېمپونو باندې د اسرائیلي رژیم د بمبارونو او ډزو له امله، د فلسطیني شهیدانو شمېر ۱۳ زره ۳۰۰ تنو ته رسېدلي دي او د ټپیانو شمېر هم له ۳۱ زرو څخه اوښتی دی.
-
د روان کال له پیله اسرائیل رژیم ۸۸۰ فلسطیني ماشومان بندیان کړی دی
Nov 21, 2023 04:02د فلسطین د اسیرانو کمیټې د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي د روان میلادی کال له پیله تر اوسه پورې ۸۸۰ فلسطیني ماشومان د صهیونیست رژیم له لورې نیول شوي دي.
-
د عراق اسلامي مقاومت د امریکایانو په عین الاسد اډې برید کړی
Nov 21, 2023 04:00عراقي رسنیو اعلان وکړ چي د دې هیواد اسلامي مقاومت په عین الاسد کې د امریکایانو په فوځې اډې باندې د بې پیلوټو الوتکو په وسیله برید کړی دی.
-
امریکایان په غزه کې جنګیږي/ ۵ امریکایي عسکر حماس سره په جنګ کې وژل شوي دي
Nov 21, 2023 03:58د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په غزې کې له حماس سره په جګړه کې د پنځو امریکایي ځواکونو په وژل کېدو اعتراف وکړ.
-
امریکایي سناټور په طالب مشرانو په بهرني سفرونو د بندیز غوښتونکی شو
Nov 21, 2023 03:56د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال اروپا ته د یو طالب چارواکي د سفر په غبرګون کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالب چارواکو په سفرونو د بندیزونو په پلي کولو کې د یوه او بل ملاتړ وکړي.
-
د اسراییلو او فلسطینیانو په وړاندې د لویدیځ په دوه ګونو معیارونو سختې نیوکې
Nov 20, 2023 12:13د ایرلینډ لومړی وزیر لیو وِرډیکر(Leo Verdekar) د یکشنبې په ورځ د لویدیځ په دوه ګونو معیارونو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: اروپایی اتحادیه او لویدیځ قدرتونه د اسرائیلو او فلسطین په مسئلو کښې په دوه ګونی چلند سره عمل کوي.
-
د صهیونیسټي رژيم د پوځ د مړو شمیر ۳۸۷ ته ورسید
Nov 20, 2023 09:22د صهیونیسټي رژيم پوځ د غزې د جنګ له پیل راهیسې د دغه رژيم د ۳۸۷ پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
-
د کرکټ نړیوال کپ آسټریلیا وګټه
Nov 20, 2023 06:07د دې سیالۍ پچه آسټریلیا ګټلې وه او غوره یې وبلله چې اول میدان ته ووځي او هندي لوبغاړي لومړی بیټنګ وکړي.
-
د غزې په جنګ کښې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۶۰ ته ورسید.
Nov 20, 2023 11:18په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.