امریکایي سناټور په طالب مشرانو په بهرني سفرونو د بندیز غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141870-امریکایي_سناټور_په_طالب_مشرانو_په_بهرني_سفرونو_د_بندیز_غوښتونکی_شو
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال اروپا ته د یو طالب چارواکي د سفر په غبرګون کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالب چارواکو په سفرونو د بندیزونو په پلي کولو کې د یوه او بل ملاتړ وکړي.
(last modified 2023-11-21T05:17:01+00:00 )
Nov 21, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • امریکایي سناټور په طالب مشرانو په بهرني سفرونو د بندیز غوښتونکی شو

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال اروپا ته د یو طالب چارواکي د سفر په غبرګون کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالب چارواکو په سفرونو د بندیزونو په پلي کولو کې د یوه او بل ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د طالب چارواکو یو پلاوی په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د هالنډ په رسمې بلنه دې اروپا ته په سفر تللي دي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د دغه سفر په غبرګون کې په خپل ټوییټر پاڼه کې لیکلی دی: اروپا ته د طالب پلاو سفر د منلو نه دی، باید د طالب مشرانو په بهرنیو سفرونو بندیز ولګیږي.

دا په داسي حال کې دی چي له دې مخکې هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د طالب په مشرانو بندی بې‌ګټې بللې او ویلي یې وو، چې د دې کار پر ځای باید د تعامل او خبرو اترو استفاده وشي، ځکه د ده له قوله، د فشار راوستل پایله نه‌ورکوي.