صنعا ریاض ته ډېر سخت خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176154-صنعا_ریاض_ته_ډېر_سخت_خبرداری_ورکړ
د یمن د بهرنیو چارو وزارت، د «کلابندۍ په مقابل کې کلابندي» معادلې پر ټینګښت ټینګار کولو ترڅنګ، ریاض ته د هر ډول کړکېچ د زیاتوالي او د هغې د پایلو په اړه سخت خبرداری ورکړ.
(last modified 2026-08-06T01:39:12+00:00 )
Aug 06, 2026 06:08 Asia/Kabul
  • صنعا ریاض ته ډېر سخت خبرداری ورکړ

د یمن د بهرنیو چارو وزارت، د «کلابندۍ په مقابل کې کلابندي» معادلې پر ټینګښت ټینګار کولو ترڅنګ، ریاض ته د هر ډول کړکېچ د زیاتوالي او د هغې د پایلو په اړه سخت خبرداری ورکړ.

د مهر خبري اژانس په حواله د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې څرګنده کړه: د سعودي رژیم د وضعیت د خرابولو لپاره مخ پر وړاندې تېښته به له داسې هراړخیز غبرګون سره مخ شي چې د هغې د پایلو د زغملو توان به ونه لري.

په دې اعلامیې کې راغلي: د کلابندۍ په مقابل کې د کلابندۍ معادله د یوې انکار نه منونکې واقعیت په توګه په بشپړه توګه تثبیت شوې ده. یمن د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره د نورو ټولو انتخابونو له ازمویلو وروسته، دې پرېکړې ته مخه کړې ده.

د یمن د بهرنیو چارو وزارت، له سعودي عربستان سره ځینې ملګرتیاوې نمایشي وبللې او ټینګار یې وکړ: ازاده نړۍ د یمن د موقفونو مشروعیت تاییدوي. د سعودي رژیم د دې هڅه چې وارده شوکه او ګوزار هضم کړي، ناکامه شوې او اوس نور هم د خپلو جنایتونو په جال کې ډوبېږي.