په اتویشتو ساعتونو کښې لس چته ودانۍ جوړه شوه
Jun 20, 2021 17:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي چین د تعمیراتو یعني د ودانیو د صنعت د انقلابي پرمختګ ثبوت د کورونا ویروس د خپریدا په وخت ثبت کړی و چې په کم وخت کښې یې روغتونونه جوړ کړي وو .
خو اوس چین یو(۱) بل ریکارډ هم جوړ کړ .
رسنیو راپور ورکړی چې د چین معمارانو یوازې په اتویشتو (۲۸) ساعتونو لس (۱۰) چته ودانۍ جوړه کړه .
دغه ودانۍ د چین په چانګشا ښار کښې جوړه کړې شوي ده او د دغه ودانۍ جوړونکي شرکت د هغې ویډیو هم خپره کړي ده .
د چین دغه شرکت وویل دوې دغه ودانۍ یوازې په اتویشت (۲۸) ساعتونو او پینځه څلویښت (۴۵) دقیقو کښې جوړه کړي ده .
ټیګونه