چین کښې یولک څلویښت زره کلنه ککرۍ وموندل شوه
Jul 06, 2021 10:46 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په چین کښې یولک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰) کلنه ککرۍ موندل شوي ده چې په هکله یې ویل کیږي دا شاید د انسانو نوی ډول وي .
کارپیژاندي وايي دغه ککرۍ به د انسانانو د ارتقا په هکله د معلوماتو په ترلاسه کولو کښې مرسته وکړي .
دغه انسان ته چې غټ سر ، ننوتي سترګې او د وروځو د پاسه راوتلي هډوکي لري د ډریګن مین (DRAGON MAN) نوم ورکړل شوی دی .
د انسان دغه ککرۍ په نولس سوه درې دیرشم (۱۹۳۳) میلادي کال کښې د یوه (۱)کروندګر لاس ته ورغلي وه خو د چین دغه کروندګر د جاپان له عسکرو د دغه ککرۍ د محفوظ ساتلو لپاره هغه پټه ساتلي وه .
د چین کروندګر وروسته دغه ککرۍ د پوهنتون یوه(۱) پروفیسر ته ورکړه چې په هکله یې تحقیقات ترسره کړي .
ټیګونه