د پنجشنبې ورځې ورځپاڼو ته ځغلنده کتنه
قدرمنو لوستونکو په ایران او نړۍ کښې د ځینو چاپیدونکو مهمو خبرونو سرټکی دلته لوستلای شئ
په لومړی سر کښې په تهران کښې چاپیدونکی جمهوری اسلامی ورځپاڼه راخلو چې په غټ سرلیک کښې یې د فلسطین د اسلامی مقاومت (حماس)د سیاسی دفتر د مشر لیک ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د ځواب مفصل راپور خپور کړی، او لیکلی یې دی:
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ،اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک ته په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او د کړیدلی او مظلوم ملت لپاره له تاوانه پرته بله پایله نه لری .
ولی امر مسلمین له فلسطین او مجاهدانو په بشپړ ملاتړ کې دایران داسلامی جمهوریت پر همیشنیو دریځونو په ټینګار سره د فلسطین د موضوع حل ، له غاصیب رژیم او دهغه له ملاتړو سره دمبارزې سختول او په اسلامی نړۍ کې دمقاوم او مبارز لوری پیاوړتیا وبلله او روښانه یېکړه، بې شکه دفلسطین مظلوم ،میړنی او سرلوړی ملت ته د اوښتو ټپونو د درملنې یوازینۍ لاره مقاومت او مبارزه ده.
ورځپاڼې زیاته کړی، د مشرتابه ستر مقام فرواییلی:د اسلامی امت دسترو چیلنجونو ، دسیمې دځینو عربو هیوادونو د خیانت او نفاق او له سترې شیطانې امریکا په پیروۍ کې یی خبیثو او سپیرو دسیسو او دغه راز د دښمن د جنایتونو اوظلمونو په وړاندې د لومړنۍ کرښې د مبارزانو په توګه د فلسطینیانو دمجاهدات په باب د اسماعیل هنیه په لیک کې مطرح شوی موضوعګانې مونږ تائیدوو او تری ملاتړ او ورسره هر ډول مرسته خپله دنده ګڼو .
ولی امر مسلمین همداراز ټینګار کړی ، په اسلامی او عربی هیوادونو کې ملتونه په تیره بیا میړنی ځوانان او هم هغه حکومتونه چې د فلسطین مسئلې په وړاندې مسئولیّتونه احساسوی ، باید دغه ستره دنده پوره جدی وګڼی او په مدبّرانه او حماسی مجاهدت او هلوځلو سره دښمن زوال او شاتګ ته وروکاږی.
جمهوری اسلامی ورځپاڼې لیکلی: د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه څه موده مخکې داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه لیک کې ، د اسلامی مقاومت د کلا په توګه د غزې د نسکوریدا او د نیواکګر رژیم په ضد دمبارزې دختمولو او دغه راز له د غه جنایتکار رژیم سره دسیمې د پېلو واکوالانو داړیکو د عادی کولو په موخه دقدس او دفلسطین دمظلوم ملت په ضد د استکبار د سترې دسیسې اړخونو ته په اشارې سره داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ته د هغوئ د لارښونو اود ایرانی ملت دملاتړونو قدرونه کړې وه .
--- د ایران کابو درستو ورځپاڼو دا خبر په غټو سرلیکونو کښې خپور کړی خو د کیهان ورځپاڼې دا بل مهم خبر مو غوره کړی چې پرون په انقرې کښې د ایران،روسیې او ترکیې د اولسمشرانو د سوریې کشالې په باب د درې اړخیزه ناستې په اړه لیکلی دی: د انقرې درې اړخیزه سر مشریزه د حسن روحانی، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوعان په شتون سره وشوه او پکښې په سوریه کی د اوربند؛ ځمکنۍ بشپړتیا او د ترسره شوې خلاف ورزۍ په شان چاری وڅیړل شوې او د هغو خبرو اترو دوام دی چی له دې وړاندی د ۲۰۱۷ م کال د نوامبر په میاشت کی، د روسیی د سوچی په بندر کی ترسره شوې دی.
ورځپاڼې زیاته کړی: د تهران؛ مسکو او انقرې د عمل نووښت دوه ستراتژیک هدفونه؛ یعنی له داعش سره د مقابلی او د سوریایی اړخونو ترمنځ د خبرو اترو، او د سیاسی حل لارې د ترلاسه کولو لپاره د زمینې برابرولو کار په بریالیتوب سره پرمخ بېول شوی دی.
اوس؛ د داعش سلطې په چورلیزتوب د سوریی نظام د بدلولو لپاره، د امریکی؛ عربستان او اسراییلو طرحې ماته خوړلې او په عین حال کی سیمه ایزو او نړیوالو ستراتژیو، سوریی او عراق ته د امنیت د راګرځولو په خاطر، خپله اغیزمنتیا ثابته کړئ ده . پدی لړ کی؛ د ملګرو ملتو په ملاتړ د ایران؛ روسیی او ترکیی ملګرتیاوؤ، په سوریه کی له سیمه ایزو اغیزمنو حل لارو د استفادې امکان برابرکړئ دئ.
ورځپاڼې په یوې کلی څیړنه کښې لیکلی دی: د انقرې غونډه د سوریی کړکیچ د هوارولو په لړ کښې د پرمختګ د دوام ښودنه کوی.
=== رسالت ورځپاڼې په خپلې ننۍ ګڼه کښې دا خبر سرلیک ګرځولی:
دپاکستان دولسی جرګې یو ې تکړه غړې او د دغه هیواد تحریک ا نصاف ګوند یوې مشرې میرمن شیرین مزاری په اسلام اباد کې دسیاسی مطالعاتو د مرکز په ځانګړی غونډې کې په لویدیځی آسیا سیمې کې د جغرافیائی سرحدونو دبدلولو اوناکراره کولو لپاره دامریکا هڅو ته په اشارې سره وئیلی : ، دایران اسلامی جمهوریت دامریکا د دغو دسیسو په وړاندې په یوازې سر مقاومت کړی او د شنډید لامل یی شوی. هغې همداراز روښانه کړې ، سعودی عربستان دم ګړۍ په سیمې کې دامریکا یو خورا ستر متحد دی او په همدې وجه صهونیسټ رژیم اوعربستان هڅه کوی ، په خپلو کښې ملګرتیا او اړیکې ټینګېکړی.
میرمن مزاری په یمن جنګ کې د نه لاسوهنې په باب د ولسی جرګې داستازو له پریکړه لیکه د پاکستان حکومت له پیروۍ په ډډه کولو په سختې نیوکې سره زیاته کړه، په یمن جنګ کې دپاکستان دپوځیانو ګډون چې دعربستان په مشرۍ پیل شوی ، دپاکستان لپاره به هم خطرناکې پایلې ولری . دپاکستان د ولسی جر ګې دغې غړې په دېخبرې سره چې دعربستان په مشرۍ په پوځی ائیتلاف کې دپاکستان درول په باب ډیر زیات شکونه شته وویل ، پاکستان له ډیرو کورنیو او بهرنیو چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی او په دغه شان موضوع کې باید ځان له سیمه ایزو سیالیو لیرې وساتی .
خوږو ملګرو که څه ورځپاڼې زیاتې دی او ډیر ښه ښه مطلبونه پکښې شته خو اوس به راشو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته؛ په سر کښې د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼه ده چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښو پرونیو څرګندونو ته یې انعکاس ورکړی او دا خبر یې خپل سرلیک ګرځولی چې حضرت آیت الله خامنه ای وفرمایل:د اسراییلو او سعودی خبرې اترې به یوه نه بخښیدونکی تیروتنه وی.ورځپاڼې زیاته کړی؛د اسلامی انقلاب معظم لارښود له اسراییلو سره داړیکو په باره کښې د سعودی ولی عهد بن سلمان څرګندونو ته په غبرګون کښې وئیلی:له غاصب او ظالم صهیونیسټ رژیم سره د سعودی خبرې اترې یوه داسې تیروتنه ده چې بیخی د بخښلو وړ نه ده.جنګ ورځپاڼې لیکلی:آیت الله خامنه ای څرګنده کړه:له اسراییلو سره د خبرو اترو هڅه د فلسطینیانو فتح او سوبه شاته بوځی او د فلسطین د اسلامی مقاومت مرسته د درستو مسلمانانو دنده ده او اسلامی ایران به د حماس مرسته جاری وساتی.
--- په پاکستان کښې چاپیدونکی دنیا ورځپاڼې بیا د قندوز د شهیدانو په نوم په خپل یوه چاپ شوی مطلب کښې لیکلی دی:په تیرې ګل ورځ کله چې په قندوز کښې پر یوې مدرسې کښې د دستار بندی پر مراسمو بمونه وریدل نو په هغه مهال د اسلامی نړۍ تش په نامه ټهیکدار محمد بن سلمان د اسراییلو د موجودیت د حق خبرې کولې.
ورځپاڼې لیکلی: دا اونۍ د اسلامی امت لپاره ډیره غمیزونکی وه،اول د فلسطینیانو قتل عام وشو بیا په کشمیریانو جنایتونه وشول او ورپسې هم د قندوز غمیزه رامینځته شوه،په دغو پیښو کښې شهید شوی کسان خو سرلوړی لاړل خو د مسلمانانو پر اوږو یې د پښیمانی دروند پیټی پریښوده او په ذهنونو کښې یې بیشمیره پوښتنې رامینځته کړی لومړۍ دا چې په فلسطین،عراق،سوریې،لیبیا،مصر،افغانستان او کشمیر کښې دغه خواشینونکی پیښې به په فرقه پالنې او غفلت کښې دغه ډوب اسلامی امت کله ویښوی؟او په خپلو کښې دغه نښتې او اختلافات چې د نړیوالو د ملنډو وهلو لامل شوی کله ختم او اسلامی امت به یو واحد امت شی؟