د کاناډا یوې میرمنې داډول سینګار کړی دی
Jun 28, 2020 06:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي میک اپ (make up) یعني د ځان سینګارول د میرمنو په زړه پورې او خوښ کار دی او ځینو میرمنو بیا سینګار په یوه (۱) فن بدل کړی دی .
د کاناډا یوه (۱) میرمنه هم په همدغه شان فنکارو کښې ګڼل کیږي کومې چې سینګار یعني میک اپ په یوه (۱) فن بدل کړی دی .
راپورونه وايي چې د کاناډا د غه فنکارې چې« میمي چوي» نومیږي په خپل مخ ، لاسونو او پښو لاندې انځورونه جوړ کړي او په هغوې یې د برګر ، فرینچ فرایز ، سانډویچ ، نوډلز ، کیک ، میوې او د سبزیو یعني د خوراک او د څښاک د شیانو انځورونه جوړ کړي دی او په دغه ډول یې میک اپ کړی دی .
د کاناډا دغه میرمنې د بیلابیلو شخصیتونو د میک اپ په کولو سره په ښه ډول فن نندرې ته وړاندې کړی دی .
ټیګونه