د چین د هوټل کارکونکو عجیبه کار پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92322-د_چین_د_هوټل_کارکونکو_عجیبه_کار_پیل_کړی
زمونږ خبریال وايي په چین کښې په یوه(۱) هوټل کښې کارکونکو د خپلو ګاهکانو د بدن د وزن کولو لپاره په ننوتکي لاره کښې یو(۱) ماشین لګولی دی چې هدف یې دا دی چې په اوریدو سره به یې تاسو هم د هوټل د کارکونکو ستاینه وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2020 09:26 Asia/Kabul
  • د چین د هوټل کارکونکو عجیبه کار پیل کړی

زمونږ خبریال وايي په چین کښې په یوه(۱) هوټل کښې کارکونکو د خپلو ګاهکانو د بدن د وزن کولو لپاره په ننوتکي لاره کښې یو(۱) ماشین لګولی دی چې هدف یې دا دی چې په اوریدو سره به یې تاسو هم د هوټل د کارکونکو ستاینه وکړئ .

خو د هوټل انتظامیه یعني چارواکو د خپلو کارکونکو د دغه کار د ترسره کولو په وجه بښنه غوښتلي ده .

د چین د هونان ولایت په مرکز شینګ شا کښې د «شوئیان فرائیډ بیف »ریسټوران په نوم د هوټل  کارکونکو او مزدورانو د دې لپاره د خپلو ګاهکانو د وزن کولو لپاره ماشین ولګوه چې هغوې له ضرورت  د زیاتو خواړو ارډر یعني سفارش ونکړي او دغه راز ډوډۍ ضایع نشي .

د وزن له دغه ماشین سره یوځاې د هوټل کارکونکو یو (۱)لیک هم ځوړنده کړی دی چې پکښې د خلکو له وزن سره متناسب د ډوډۍ د سفارش یا ارډر ورکولو هدایت ورکړل شوی دی .

په دغه لیک کښې ویل شوي دي د کومو میرمنو وزن چې تر  څلویښتو (۴۰) کلوګرامو پورې وي نو هغوې باید له دوو(۲) خواړو زیات سفارش ورنکړي او د کومو سړیو وزن چې له اویا (۷۰)تر اتیا(۸۰) کلوګرامو پورې وي هغوې تر دریو (۳) ډوډیو پورې سفارش ورکولای شي .

څه موده مخکې د چین ولسمشر شي جین پینګ په هیواد  کښې د خوراکي موادو د کمښت په هکله وینا کړي ده او ویل کیږي چې هره ورځ خواړه په کمیدا دي .

د چین د ولسمشر شي جین پینګ له دغه وینا وروسته د نوموړي هوټل کارکونکو د خپلو ګاهکانو د وزن  کولو فیصله وکړه خو کاهګانو د هوټل د کارکونکو د دغه کار پرخلاف سخت غبرګون ښودلی دی او په اینټرنیټ سایټونو کښې هم په هوټل نیوکې پیل شوي دي چې له کبله یې د هوټل چارواکو او انتظامیې له خپلو ګاهکانو بښنه غوښتلي ده .