غټه خیټه کله نه کله ګټه هم لري
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92338-غټه_خیټه_کله_نه_کله_ګټه_هم_لري
زمونږ خبریال وايي په دنیا کښې شاید داسې کم څوک وي چې غټه خیټه یې خوښه وي او نن سبا خو هرڅوک له غټې خیټې نفرت کوي او چست ژوند کول خوښوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2020 06:49 Asia/Kabul
  • غټه خیټه کله نه کله ګټه هم لري

زمونږ خبریال وايي په دنیا کښې شاید داسې کم څوک وي چې غټه خیټه یې خوښه وي او نن سبا خو هرڅوک له غټې خیټې نفرت کوي او چست ژوند کول خوښوي .

خو څو ورځې وړاندې په چین کښې یو(۱) ځوان د خپلې غټې خیټې له کبله له مصیبت څخه بچ شو او تاسو د دغه خبر په اوریدو سره شاید خوشحاله هم  شئ .

د چین په هینان ولایت کښې څو ورځې مخکې اتویشت(۲۸) کلن ځوان لیو یوه (۱) ګټر(gutter) ته وغورځید .

د چین د دغه سړي پښې ګټر ته ننوتلې خو د هغه ستره خیټه په ګټر کښې ښخه شوه او غټې خیټې هغه په کامل ډول ګټر کښې له غورځیدا بچ  کړ .

د چین دغه سړی تر ډیر وخت پورې په ګټر کښې ښخ و او ژغورونکي هغه له ګټر راوویشت او بچ شو .

ژغورونکو وویل د چین دغه ځوان دوه سوه اوویشت(۲۲۷) کلوګرامه وزن لري او په کوم ګټر کښې چې هغه ښخ شوی وو د هغه لاندې یوه (۱) څا ده .

د چین د دغه ځوان ویډیو په اینټرنیټ پاڼو باندې خپره شوي ده او ډیرو خلکو خوښه کړي هم ده .