وریژې د شوګر ناروغۍ خطر زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92804-وریژې_د_شوګر_ناروغۍ_خطر_زیاتوي
زمونږ خبریال وايي په لس(۱۰) کلن تحقیق کښې دغه نتیجې لاس ته راغلي دي چې د وریژو د خوړولو په وجه د شوګر (diabetes)یعني د شکرې ناروغۍ خطر څو برابره زیاتیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2020 07:20 Asia/Kabul
  • وریژې د شوګر ناروغۍ خطر زیاتوي

زمونږ خبریال وايي په لس(۱۰) کلن تحقیق کښې دغه نتیجې لاس ته راغلي دي چې د وریژو د خوړولو په وجه د شوګر (diabetes)یعني د شکرې ناروغۍ خطر څو برابره زیاتیږي .

د غنمو په مقابل کښې خلک په خپلو خواړو کښې وریژې په ډیر شوق سره خوري او خلک په بیلابیلو طریقو سره خوندورې وریژې پخوي .

خو اوس په یوه(۱) تحقیق کښې دغه خبره ثابته شوي ده چې د وریژو خوړل د چاقۍ یعني د انسان د بدن د وزن د زیاتیدا او د شکرې یعني د شوګر د ناروغۍ د رامینځته کیدا خطر څو برابره زیاتوي .

په یویشتو (۲۱) هیوادونو کښې تر لسو (۱۰) کلونو پورې په یوه(۱) تحقیق کښې دغه نتیجه ترلاسه شوي ده چې وریژې له شوګر ناروغۍ او چاقۍ سره نیغ په نیغه اړیکه لري .

په وريژو باندې تحقیق  په  هندوستان ، چین او برازیل کښې ترسره شوی او  تر لسو (۱۰) کلونو پورې پکښې یولک دیرش زره خلکو برخه واخیستله .

د ویلو ده چې د وریژو د تولید له نظره چین په لومړي (۱)، هندوستان په دوهم (۲) او برازیل هم په لسم (۱۰) لمبر کښې دي .

په دغه تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوه په هغو کسانو کښې چې(په ورځ کښې کابو څلورسوه پنځوس ګرامه وریژې خوړلې  ) زیاتې وریژې یې استعمالولې د هغو کسانو په  نسبت چې وریژې یې ډیرې نه استعمالولې د شوګر ناروغۍ د رامینځته کیدا خطر ډیر  و .

()

په خواړو کښې د وریژو استعمال تر کومه اندازه کیدلی شي .

په سل(۱۰۰) ګرامه وریژو کښې دوه سوه دوه (۲۴۲)څلویښت کیلوریز ، صفر اعشاریه څلور ګرامه فیټ یعني چربي  درې پنځوس اعشاریه څلور فیصده کاربوهائیډریټس او څلور اعشاریه څلور ګرامه پروټین(Protein) وي او په وریژو کښې هیڅ ډول ویټامینز(vitamin) او منرلز( mineral) نشته .

طبي کارپیژاندي وايي د وریژو خوړل کومه بده خبره نه ده خو وریژې باید په څو مقدار او اندازه کښې وخوړل شي ځکه چې په وریژو کښې کاربو هایډریټس شته نو ځکه خو وریژې د خواړو د برخې له جوړولو مخکې د وریژو  سم مقدار او اندازه ټاکل ضروري ده .

په وريژو کښې د فائبر مقدار ډیر کم وي او په زیات مقدار کښې د وریژو استعمال د انسان په بدن کښې د شوګر اندازه زیاتوي او د چاقۍ یعني د وزن د زیاتیدا سبب هم کیږی چې له کبله یې د انسان صحت او روغتیا ته ډیر تاوانونه رسیږي .

طبي کارپيژاندي او ډاکټران وايي چې په یووخت کښې باید له یوې (۱) پیالې او ګلاس  زیاتې وریژې ونه خورې ګڼي نو د بدن لپاره ډیر تاوان لري .

()

د خواړو په توګه د وریژو د استعمال سمه روده په لاندې ډول ده .

طبي کارپيژاندي وايي له وریژو سره که چیرې دال ، سبزي ، سلاد او غوښه استعمال شي نو دغه طریقه ډیره ښه ثابیتیدلی شي .

په دې رودې سره به د فائبر او د پروټین څه نه څه برخه په خواړو کښې شامله شي چې له کبله یې د وریژو تاوانونه کمیږي او تاسو به تر ډیر وخت پورې لوږه احساس نکړئ .

له وریژو سره یوځاې د نورو خواړو د استعمال په وجه د وینې د خوږوالي یعني د بلډ شوګر اندازه هم انډوله کیږي .

ډاکټر او طبي کارپیژاندي وايي چې په سهار په نهاره  او د شپې په وخت باید وریژې ونه خورئ .

د سهار په  ناشتۍ او د شپه وخت د وریژو د استعمال په وجه د انسان په بدن کښې د وینې د خوږوالي یعني بلډ شوګر اندازه زیاتیږي .

دوې وايي چې وریژې باید د ورځې په مهال وخوړل شي .