فارسی د تاریخ اوتمدن ژبه (۱۳ )
https://parstoday.ir/ps/news/art_and_literature-i179380-فارسی_د_تاریخ_اوتمدن_ژبه_(۱۳_)
فارسي ژبه یوه له تر ټولو لرغونو ژبو څخه ده، د تېرو نسلونو ارزښتناک میراث، د ایرانیانو او فارسي‌ژبو خلکو ملي پانګه او هویت دی. دا ژبه پیاوړی غنایي ادب او ارزښتناکې ادبي او فرهنګي زېرمې لري او د ایران د خلکو او همدارنګه د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، آذربایجان او عراق د ځینو سیمو د خلکو اصلي ژبه ده.
(last modified 2026-10-05T07:53:55+00:00 )
Oct 05, 2026 12:15 Asia/Kabul
  • فارسی د تاریخ اوتمدن ژبه  (۱۳ )

فارسي ژبه یوه له تر ټولو لرغونو ژبو څخه ده، د تېرو نسلونو ارزښتناک میراث، د ایرانیانو او فارسي‌ژبو خلکو ملي پانګه او هویت دی. دا ژبه پیاوړی غنایي ادب او ارزښتناکې ادبي او فرهنګي زېرمې لري او د ایران د خلکو او همدارنګه د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، آذربایجان او عراق د ځینو سیمو د خلکو اصلي ژبه ده.

په دې خپرونه کې به ګام پر ګام د فارسي ژبې د زرګونو کلونو په اوږده سفر کې ملګري شو؛ هغې ژبې سره چې یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د افکارو، فرهنګ، باورونو او تاریخي خاطرو هنداره ده چې د نړۍ په یوه پراخه جغرافیه کې په همدې ژبه اوسېدلي، فکر یې کړی او تلپاتې اثار یې رامنځته کړي دي.

په دې سفر کې به د معتبرو څېړنو او علمي سرچینو پر بنسټ، د لرغونې زمانې له دورې څخه تر نن ورځې پورې د فارسي ژبې د پیدایښت او بدلون تاریخ تعقیب کړو او هڅه به وکړو چې د دې لرغونې ژبې د لوړو او ټیټو، بدلونونو او تحولاتو یو روښانه او مستند انځور وړاندې کړو؛ هغې ژبې چې د پېړیو له تېرېدو او د سترو تاریخي بدلونونو له راتلو سره سره، لا هم ژوندۍ، پویا او الهام‌بخښونکې پاتې شوې ده.

که تاسو له هغو درنو کسانو یاست چې په فارسي ژبه خبرې کوئ، ښه ده چې دې خپرونې ته کېنئ، څو د خپلې مورنۍ ژبې له تاریخ او برخلیک سره آشنا شئ او د دې ژبې د رامنځته کېدو، بدلون او بشپړېدو له بهیر څخه په دې خپرونه کې خوند واخلئ.

او که ستاسو ژبه فارسي نه وي، باید ووایم چې تاسو دا مهال د نړۍ د یوې له تر ټولو لرغونو ژبو څخه د یوې ژبې د رامنځته کېدو کیسه اورئ.

دا خپرونه له ټولو اورېدونکو سره مرسته کوي چې د فارسي‌ژبو سیمو له لرغوني تاریخ او فرهنګ سره ښه آشنا شي او هغو پېړیو ته یو سفر وکړي چې زموږ نیکونو د یو بل د اړیکو لپاره دا ژبه رامنځته کړه؛ او جالبه دا ده چې له زرګونو کلونو تېرېدو وروسته هم تر نن ورځې پورې ستر شمېر خلک دې ژبې ته ژمن پاتې شوي او لا هم په دې ښکلې ژبه خبرې کوي.

په حقیقت کې فارسي ژبه یوازې د ایران ځانګړې ژبه نه ده او د اسیا په ګڼو هېوادونو کې خلک په دې ژبه خبرې کوي او له خوږوالي یې خوند اخلي.

راځئ تر هر څه وړاندې، د همدې شېبې په اړه فکر وکړو. د دې په اړه فکر وکړئ چې تاسو همدا اوس، په همدې شېبه کې چې زه له تاسو سره خبرې کوم، زما غږ اورئ، کلمې اورئ، جملې معنا کوئ او ستاسو ذهن، پرته له دې چې کومه ستونزه احساس کړي، له دغو غږیزو څپو څخه د انځورونو او مفاهیمو یوه نړۍ جوړوي.

فکر وکړئ چې دا هره ورځ ترسره کېدونکې معجزه څنګه ممکنه ده؟ د دې معجزې نوم څه دی؟

هو... نوم یې «ژبه» ده.

ژبه؛ دا د انسانانو عجیبه او ستره وسیله، دا ساده خو ستره معجزه ده چې زموږ د ټولنیز ژوند تار او پود له یو بل سره تړي.

غم او خوښي، پوهه او ناپوهي، مینه او کرکه؛ زموږ ټوله معنوي هستي د ژبې په بې‌پایه چوکاټ کې بڼه مومي.

او موږ په دې غږیز سفر کې غواړو د نړۍ د ژبو د سترې کورنۍ له تر ټولو لرغونو او بډایه اولادونو څخه له یوې ژبې سره ملګري شو؛ له هغې ژبې سره چې موږ یې «پارسي» بولو.

په تېرو برخو کې مو واورېدل چې فارسي ژبه داسې ژبه نه ده چې په تاریخ کې ناڅاپه او له کومې مخینې پرته رامنځته شوې وي. دا ژبه په حقیقت کې د تاریخ په زړه کې د یوه ډېر اوږده سفر پایله ده؛ داسې سفر چې زرګونه کاله وړاندې پیل شو او په هره دوره کې یې نوې بڼه او رنګ خپل کړ.

موږ ولیدل چې د نړۍ ژبې په سترو ژبنیو کورنیو کې ځای لري او فارسي ژبه هم د هند ـ اروپايي سترې ژبنۍ کورنۍ غړې ده؛ هغې کورنۍ چې یوه زمانه کې له اروپا څخه تر هند پورې لرې پرتو خلکو د هغې په بېلابېلو څانګو خبرې کولې.

وروسته مو له آریايي یا هند ـ ایراني څانګې سره آشنا شو؛ هغې څانګې چې وروسته په دوو سترو لارو، یعنې هندي ژبو او ایراني ژبو ووېشل شوه.

همدارنګه مو ولیدل چې مخکې له دې چې ایرانیان د ننني ایران خاورې ته داخل شي، د دې خاورې په بېلابېلو برخو او شاوخوا سیمو کې بېلابېلو قومونو ژوند کاوه او هر یوه خپله ځانګړې ژبه، فرهنګ او تمدن درلود.

وروسته مو له ځینو مهمو ګاونډیو ژبو، لکه حِتّي ژبې او یوناني ژبو سره آشنا شو او پوه شو چې د دغو ژبو پېژندنه یوازې د هغوی د تېر وخت د معلوماتو لپاره نه ده، بلکې د ایراني ژبو د رامنځته کېدو د بهیر د ښه درک لپاره هم ډېر اهمیت لري.

ویاند:

اوس په دې سفر کې یو بل ګام اخلو؛ داسې سفر چې موږ د آریايي قومونو ایران ته له راتګ څخه د مخه یوې ډېرې لرې زمانې ته وړي.

په هغه وخت کې د هغې خاورې په لوېدیځ او سوېل‌لوېدیځ کې چې نن د ایران په نوم یادېږي، ستر او لرغوني تمدنونه رامنځته شوي وو.

داسې خلکو ژوند کاوه چې نه یوازې یې آباد ښارونه او پیاوړي حکومتونه لرل، بلکې ژبه، لیکدود او ادبیات یې هم رامنځته کړي وو چې آثار یې تر پېړیو وروسته هم پاتې شول اوحتي  لرغونو ایرانیانو هم د هغوی له لاسته راوړنو ګټه اخیسته.

د دغو تمدنونو پېژندنه په حقیقت کې د هغې خاورې د فرهنګي ریښو د یوې برخې پېژندنه ده چې وروسته د ایران په نوم وپېژندل شوه.

د دغو ټولو لرغونو تمدنونو په منځ کې ښايي هېڅ نوم د لیکلو د تاریخ له پیل سره د سومریانو په اندازه تړاو ونه لري.

که نن انسان کولای شي د زرګونو کلونو پخوانی خپل تېر تاریخ ولولي او د هغو خلکو له افکارو، باورونو او ژوند څخه خبر شي چې زرګونه کاله وړاندې یې ژوند کاوه، د دې امکان یوه ستره برخه د هغه قوم پوروړې ده چې د بین‌النهرین په سوېل کې یې ژوند کاوه؛ هغه قوم چې تاریخ یې د «سومریانو» په نوم پېژني.

د سومریانو خاوره په هغه ځای کې پرته وه چې د دجلې او فرات دوه ستر سیندونه په بین‌النهرین کې یو بل ته نږدې کېږي او وروسته خپل مسیر د فارس خلیج پر لور ادامه ورکوي.

زرګونه کاله وړاندې دا سیمه د نړۍ له تر ټولو حاصلخېزو سیمو څخه وه. سیندونو ځمکې خړوبولې او انسانان توانېدلي وو چې د دغو سیندونو په څنګ کې ستر ښارونه جوړ کړي.

خو هغه څه چې سومریان یې له ډېرو ګاونډیانو جلا کول، یوازې د ښارونو آباداني نه وه؛ هغوی له لومړنیو ملتونو وو چې منظم تمدن، اداري نظام، هنر، معمارۍ، پوهه او تر ټولو مهمه، لیکل یې په پراخه توګه په خپل ژوند کې وکارول.

 

د دېی قوم د اصل او سرچینې په اړه لا هم ډېرې پوښتنې شته. ځینې نښې ښيي چې شاید هغوی له ختیځو یا شمال ختیځو سیمو څخه دې خاورې ته کډه شوي وي، خو د دې پوښتنې لپاره هېڅ قطعي ځواب نشته.

هغه څه چې یقیني دي، دا دي چې سومری تمدن د نړۍ له پېژندل شویو تر ټولو لرغونو تمدنونو څخه شمېرل کېږي او په لوېدیځه اسیا کې د فرهنګ او تمدن ډېر بنسټونه د لومړي ځل لپاره په همدې خاوره کې رامنځته شول.

د سومریانو له سترو میراثونو څخه یو د میخي لیکدود اختراع وه.

ښايي نن لیکل موږ ته یو عادي کار ښکاره شي؛ یوازې قلم اخلو یا د کمپیوټر پر کیبورډ ګوته ږدو. خو زرګونه کاله وړاندې انسان لا د خپلو افکارو د ثبتولو لپاره کومه وسیله نه درلوده.

سومریان لومړني کسان وو چې دا ستونزه یې په پراخه کچه حل کړه.

البته د هغوی لیکدود له هماغه پیل څخه د نن ورځې په څېر نه و.

لومړنۍ نښې چې پر نرمو خټو به کښل کېدې، تر ډېره د شیانو له انځورونو سره ورته وې. که به یې غوښتل د لمر په اړه خبرې وکړي، د لمر یو ساده انځور به یې رسم کړ او که به یې موخه پسه یا ونه وه، د هماغه شي بڼه به یې رسموله.

خو د وخت په تېرېدو سره دغه انځورونه ورو ورو ساده شول، هندسي بڼه یې پیدا کړه او په داسې نښو بدل شول چې نور یوازې د یوه شي انځور نه وو، بلکې د غږونو او کلمو د ښودلو لپاره هم کارېدلی شول.

همدا بهیر وروسته د نړۍ د یوه له مهمو لیکدودونو د رامنځته کېدو لامل شو؛ هغه لیکدود چې وروسته نورو ملتونو، لکه آشوریانو او بابلیانو هم ومانه او د خپلې ژبې له اړتیاوو سره سم یې بدلون ورکړ.

دا موضوع ښيي چې کله ناکله یوه اختراع یوازې د یوه ملت پورې تړلې نه وي. کېدای شي په یوه خاوره کې رامنځته شي، خو پېړۍ پېړۍ د بېلابېلو ملتونو ترمنځ ژوند وکړي او پر ګڼو تمدنونو اغېز وکړي.

د سومریانو میخي لیکدود هم همداسې برخلیک درلود؛ داسې اختراع چې د هغوی د خاورې له پولو واوښته او د لرغوني نږدې ختیځ په یوه لویه برخه کې د تاریخ، قانون، ادبیاتو او پوهې د ثبتولو په وسیله بدله شوه.

د سومریانو په اړه بله جالبه خبره دا ده چې د هغوی ژبه له هېڅ یوې پېژندل شوې لرغونې یا اوسنۍ ژبې سره څرګنده خپلوي نه لري.

د نړۍ د ډېرو ژبو پر خلاف چې کولای شو ورته یوه ژبنۍ کورنۍ پیدا کړو، سومري ژبه لا هم یوه بې‌ساري او ځانګړې ژبه بلل کېږي.

همدا ځانګړنه د ژبپوهانو لپاره د دې ژبې مطالعه لا ستونزمنه، خو په عین حال کې لا زړه‌راښکونکې کړې ده.

له دې ټولو سره سره، له سومریانو څخه ډېر آثار پاتې دي.

زرګونه خټین لوحې چې له ځمکې څخه راایستل شوې دي، نن د تېر وخت پر لور د یوې کړکۍ په څېر دي.

پر دغو لوحو د ورځني ژوند، قوانینو، قراردادونو، کیسو، عبادتونو، مالي حسابونو، علمي زده‌کړو او ان د هغه وخت د خلکو د افکارو نښې لیدل کېدای شي.

له دغو لوحو څخه هره یوه داسې ده لکه یو لیک چې پنځه زره کاله وړاندې د ننني انسان لپاره استول شوی وي.

خو د سومریانو برخلیک یوازې د هغوی د غوړېدنې تر دورې پورې محدود نه شو.

د وخت په تېرېدو سره د بابل دولت پر دې خاوره واکمن شو او د سومریانو حکومت له منځه ولاړ.

خو یوه جالبه پېښه رامنځته شوه؛ سومري ژبه د خلکو له ورځني ژوند څخه ووتله، خو خپل علمي او فرهنګي مقام یې له لاسه ورنه کړ.

دبیرانو، روحانیونو او پوهانو لا هم دا ژبه زده کوله، لرغوني متنونه یې په دې ژبه ژباړل او د هغې د ساتنې لپاره یې قاموسونه او فرهنګ‌لیکونه لیکل.

له همدې امله، سومري ژبه د خپلو اصلي ویونکو د واکمنۍ له پای ته رسېدو څو پېړۍ وروسته هم د علمي او ادبي ژبې په توګه پاتې شوه؛ داسې مقام چې وروسته په اروپا کې لاتیني ژبې هم تجربه کړ.

د دې خپرونې دې برخې پای ته ورسېدو.

که دا خپرونه درته جالبه وه او که کوم نظر، وړاندیز او یا حتي نیوکه لرئ، حتماً مو خبر کړئ.

او انتظار وباسئ، څو بیا راشو او تاسو د خپلو نیکونو د ژبې او ګړدودونو تاریخ ته بوځو.

تر بلې خپرونې پورې، خدای مو مل شه.