د پرتګال کورنۍ پردې مړې خاورو ته سپارلی و
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i96080-د_پرتګال_کورنۍ_پردې_مړې_خاورو_ته_سپارلی_و
زمونږ خبریال وايي د اروپا په یوه(۱) هیواد پرتګال کښې په یوه(۱) روغتون کښې ډاکټرانو یو(۱) کس مړ اعلان کړ او د مړ شوي کسان خپلوانو هغه خاورو ته وروسپاره خو اتلس (۱۸) ورځې وروسته معلومه شوه چې خاورو ته سپارل شوی کس د یوې بلې کورنۍ غړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 04, 2021 16:03 Asia/Kabul
  • د پرتګال کورنۍ پردې مړې خاورو ته سپارلی و

زمونږ خبریال وايي د اروپا په یوه(۱) هیواد پرتګال کښې په یوه(۱) روغتون کښې ډاکټرانو یو(۱) کس مړ اعلان کړ او د مړ شوي کسان خپلوانو هغه خاورو ته وروسپاره خو اتلس (۱۸) ورځې وروسته معلومه شوه چې خاورو ته سپارل شوی کس د یوې بلې کورنۍ غړی دی .

د پرتګال هیواد دغه کس دوه (۲) میاشتې مخکې د سا د اخیستلو د ناروغۍ له کبله په روغتون کښې بستری کړی شوی و او په روغتون کښې ورته کورنا ویروس هم لګیدلی و.

د نوموړي سړي د کورنۍ غړیو ته د هغه د مړینې خبر د  روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په لسمه (۱۰)نیټه ورکړل شوی و او  هغه دوه (۲)ورځې وروسته خاورو ته سپارل شوی و.

د پرتګال هیواد د دوه نوي (۹۲)کلن سړي زوي «اوپلینو ویرا » وویل حکومت زما  خور ته په ټیلي فون باندې زمونږ د پلار د مړینې خبر ورکړ او ما د خپل پلار د مړي د لیدو زیاته هڅه وکړه خو حکومت اجازه رانکړه .

هغه وویل ما د خپل پلار د مړي د لیدو ټینګار کړی و ځکه چې ما ته داسې معلومیدله چې خاورو ته سپارل شوی کس زمونږ پلار نه دی خو حکومت راته د مړي د لیدو اجازه رانکړه او ما هم د حکومت له  دریځ سره موافقه وکړه .

خو څو ورځې وروسته د پرتګال حکومت ویرجنې کورنۍ ته خبر ورکړ چې د ستاسو پلار نه دی مړ شوی او مونږ په غلطۍ سره د بل سړي مړی خاورو ته سپارلی دی او ګمان مو کړی و چې د ستاسو د پلار مړی دی خو د ستاسو پلار اوس هم ژوندی دی .

کوم سړی چې خاورو ته سپارل شوی و هغه د یوې بلې کورنۍ غړی و او نوموړي کورنۍ له رامینځته شوي پیښې څخه خبره کړې شوه .

د پرتګال ښاریز اوریلینو ویرا وویل د روغتون ډاکټرانو له مونږ سره د ټيلي فون له لارې د تماس په نیولو سره وویل له مونږ څخه غلطۍ شوي ده او د تاسو پلار اوس هم ژوندی او د روغتون ډاکټرانو له مونږ څخه بښنه وغوښتله .