د مقاومت په شپږمه ورځ ۴۷ صهیونیسټان مړه او ژوبل شول
د صهیونیسټي رژیم طبي سرچینو د مقاومت په توغندوي ځواب کښې د یو صهیونیسټي د هلاکت او د ۴۶ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.
د صهیونیسټي رژیم طبي سرچینو د مقاومت په توغندوي ځواب کښې د یو صهیونیسټي د هلاکت او د ۴۶ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.
الجزیره ټي وي چینل خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم روغتوني سرچینو ویلي دي، د خالي د ورځې له سهار نه تر مازیګر پورې د مقاومت په ځوابي عملیاتو کښې یو صهیونیسټي هلاک شوی او ۴۶ تنه نور زخمي شوي دي چې ورسره په تیرو شپږ ورځنیو نښتو کښې د وژل شویو صهیونیسټانو شمیر لسو تنو ته ورسید.
د صهیونیسټي رژيم پوځ مدعي شوی چې د غزې په پوله کښې د یو پوځي پرته نور ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
د مقاومت په پرونیو عملیاتو کښې چې د (الشاطي) کیمپ د شهیدانو د وینې په بدل کښې ترسره شول، پر تل ابیب سربیره بن ګوریون هوايي ډګر او درې نور ښارونه هم په نښه کړې شول.
د صهیونیسټي رژيم رسنیو ویلي چې د مقاومتي ځواکونو له راکټي بریدونو وروسته په تل ابیب او څو نورو ښارونو کښې ګرځبندیز لګیدلی دی.