غزې باندې په پرونیو هوايي حملو کښې ۱۰ فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100432-غزې_باندې_په_پرونیو_هوايي_حملو_کښې_۱۰_فلسطینیان_شهیدان_شول
صهیونیسټي رژیم پرون هم د نړیوالو غبرګونونو سره سره د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې څو ځلې حملې او بمبارۍ وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 00:19 Asia/Kabul
  • غزې باندې په پرونیو هوايي حملو کښې ۱۰ فلسطینیان شهیدان شول

صهیونیسټي رژیم پرون هم د نړیوالو غبرګونونو سره سره د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې څو ځلې حملې او بمبارۍ وکړې.

صهیونیسټي رژیم پرون هم د نړیوالو غبرګونونو سره سره د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې څو ځلې حملې او بمبارۍ وکړې.

د غزې په مختلفو سیمو باندې د اسرائيلو په پرونیو بریدونو کښې لس فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور زخمي شوي دي.

د تیرې اونۍ دوشنبې څخه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په نوي پړاؤ کښې چې لاهم جاري دی، د ۶۰ ماشومانو په شمول لږترلږه ۲۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۵ زره ۶۰۰ زیات نور زخمي شوي دي.

په عین حال کښې د مسجدالاقصی په انګړونو او خواوشا سیمو کښې هم په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي پوځیانو حملې شوې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا په تیره یوه اونۍ کښې درې ځلې د صهیونیسټي رژیم د حملو د بندیدو لپاره غونډه وکړه خو دغه درې واړه غونډې د امریکې د کارړنګونو په وجه بې له کومې معلومې نتیجې پاې ته ورسیدلې.