په زرګونو فلسطينيانو په مسجدالاقصی کښې د جُمعې نمونځ ادا کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100920-په_زرګونو_فلسطينيانو_په_مسجدالاقصی_کښې_د_جُمعې_نمونځ_ادا_کړ
رسنيو په مسجدالاقصی کښې د زرګونو فلسطينيانود جُمعې د نمانځه د ادا کولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 29, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • په زرګونو فلسطينيانو په مسجدالاقصی کښې د جُمعې نمونځ ادا کړ

رسنيو په مسجدالاقصی کښې د زرګونو فلسطينيانود جُمعې د نمانځه د ادا کولو خبر ورکړ.

د الجزيره چېنل د رپوټ له مخې په مسجدالاقصی کښې پرون د جُمعې د نمانځه په مراسمو کښې لږ تر لږه څلوېښت زره فلسطينيانو شرکت وکړ.

د مقاومت د ډلو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډزبندۍ له وخت نه پس دا په مسجدالاقصی کښې د جُمعې دويم نمونځ دے.

له بلې خوا د رپوټونو له مخې په لويديځه غاړه کښې د صهيونېسټ مېشته ښاريو د جوړولو په خلاف په پرونيو مظاهرو کښې په لسګونو کسان د صهيونېسټو فوځيانو په ډزو سره ژوبل شول.

د صهيونېسټ رژيم ځواکونو د نابلس د جنوب په بينا ښارګي کښې د مظاهره کونکو د تيت پرک کولو لپاره ربړي ګولۍ او اوښکې بيونکے ګېس استعمال کړ.

همدارنګ د نابلس په ختيځ کښې په بيت دجن ښارګي کښې او د لويديځې غاړوې د شمال د قلقيليه د ختيځ په کفرقدوم سيمه کښې هم د داسې نښتو په دوران کښې لسګونه فلسطينيان زيانمن شول.