ترکیه له امریکاسره اساسی او پيچلی اختلافات لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101514-ترکیه_له_امریکاسره_اساسی_او_پيچلی_اختلافات_لري
امریکا مدعي ده  چې  ایس ۴۰۰ډوله توغندي ضد دفاعي سسټم  د ایف ۳۵ډوله جنګي  الوتکو په ضد یوه خطره ده  او احتمالا  ددغو جنګي الوتکو تاوان موندنه وپيژني او ماسکو ته ئې منتقله کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2021 08:27 Asia/Kabul
  • ترکیه له امریکاسره اساسی او پيچلی اختلافات لري

امریکا مدعي ده  چې  ایس ۴۰۰ډوله توغندي ضد دفاعي سسټم  د ایف ۳۵ډوله جنګي  الوتکو په ضد یوه خطره ده  او احتمالا  ددغو جنګي الوتکو تاوان موندنه وپيژني او ماسکو ته ئې منتقله کړي .

 فارس خبري آژانس راپور ورکړی ، دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلوبیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،په داسې حال کې چې په ډیرو موضوعګانو کې  د واشنګټن او  انقرې  ترمنیځ  د نظرونو اختلافات پاتې دي ،د ترکیې او امریکا ترمینځ   دملګرتیا رامینځةکیدا  آسانه  نه ده .

 له دې مخکې د امریکا  له ولسمشر جوزف بایډن سره  دلیدو کاتو او له دغه  هیواد سره  دمثبتو اړیکو  د ټينګیدا په باب د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوشبینۍ سره په یووخت ، د امرکیا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیون   د واشنګټڼ انقرې اړیکې  ډير اختلاف لرونکی بللې وې .

 داپه داسې  حال کې دي چې د واشنګټن او انقرې ترمینځ د اختلاف یو مورد،  د ترکیې له خوا له روسې دایس ۴۰۰ ډوله توغندي ضددفاعي سسټم  اخستل دي . 

امریکا مدعي ده  چې  ایس ۴۰۰ډوله توغندي ضد دفاعي سسټم  د ایف ۳۵ډوله جنګي  الوتکو په ضد یوه خطره ده  او احتمالا  ددغو جنګي الوتکو تاوان موندنه وپيژني او ماسکو ته ئې منتقله کړي .