په يمن د سعودي ائتلاف هوائي حملې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103100-په_يمن_د_سعودي_ائتلاف_هوائي_حملې_دوام_لري
خبري سرچينو د يمن په مختلفو سيمنو د سعودي ائتلاف د هوائي حملو د دوام خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 16, 2021 13:07 Asia/Kabul
  • په يمن د سعودي ائتلاف هوائي حملې دوام لري

خبري سرچينو د يمن په مختلفو سيمنو د سعودي ائتلاف د هوائي حملو د دوام خبر ورکړ.

د المسيره چېنل د رپوټ له مخې د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو نن د يمن د مارب صوبې د رحبه ښار په مختلفو سيمو شپږ ځل بمبارۍ وکړې

د دغه رپوټ له مخې د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو همدارنګ د سعودي له نجران سره البقع پوله ايزه سيمه هم بمباري کړه چې د دغو بمباريو د سر و مال د تاوانونو په اړه څه رپوټ لا نه دے خپور شوے.

له بلې خوا د سعودي پوله ايزو ځواکونو د صعدې صوبې د منبه پوله ايز ښر په آل شېخ سيمه کښې يو يمني وګړې په ډزو ووژۀ.

همدارنګ د سعودي ائتلاف او ورسره  پېېلوځواکونو  په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د الحُدېده د ډزبندۍ۱۴۵ ځل خلاف ورزي وکړه.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.