د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره مقابلې ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103928-د_لبنان_حزب_الله_له_اسرائیلو_سره_مقابلې_ته_چمتو_دی
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل په نیواکي فلسطین باندې د مقاومت غورځنګ د پرون سهار راکټي حمله د لبنان پرضد د صهیونیسټ رژیم د وړمې ورځې تیري ته مناسب غبرګون و .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله  له اسرائیلو سره مقابلې ته چمتو دی

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل په نیواکي فلسطین باندې د مقاومت غورځنګ د پرون سهار راکټي حمله د لبنان پرضد د صهیونیسټ رژیم د وړمې ورځې تیري ته مناسب غبرګون و .

شیخ نعیم قاسم د لبنان له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل نیواکګر رژیم باید پوه شي چې لبنان د دغه رژیم د حسابونو د تسویې لپاره میدان نه دی .

هغه وویل حزب الله دغه اصل ته پای بند دی چې په لبنان باندې هر  ډول تیري  ته به مناسب غبرګون وښي او له دې کبله حزب الله غورځنګ پرون سهار په څو راکټونو سره تیریګر دښمن ته ځواب ورکړ .

د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل مونږ په ځلونو ویلي دي د اسرائیلو لخوا د هر ډول تیري په بڼه کښې ځواب ورکولو ته تیار یوو او زیاته یې کړه حزب الله په میدان کښې ولاړ دی او په  بشپړه اعتماد ، عزم او ارادې سره د هیواد دفاع کوي .