سعودي د نيول شويو فلسطينيانواو اردنيانو په اړه حکم جاري کړ
باخبرو سرچينو له حماس غورځنګ څخه دملاتړ په تور په سعودي کښې د نيول شويو فلسطينيانو او اردنيانو لپاره د محکمې د وروستۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.
په سعودي کښې د نيول شوي اردنيانو د کمېټۍ مشر خضر المشائخ پرون له شهاب خبري آژانس سره په خبرو کښې وويل: د رياض محکمې د نيول شويو ۶۹ فلسطينيانو او اردنيانو په ااړه حکم جاري کړ چې زياتره يې دويشت کاله او کم يې شپږ مياشتې قېد اعلان شو.
د رپوټ له مخې د سزا د حکم له ورکړې شويو کسانو څخه تراوسه محمد العابد په دويشت کاله، محمد البنا په شل کاله، جمال الداهودي په پينځلس کاله، اېمن صلاح په نولس کاله محمود ابوالرب په ۱۸ کله او موسی ابوحسېن په څلور کاله قېد محکوم شوي دي.
باخبره سرچينې وويل: د محاکمې غونډه هم هغه شان دوام لري او ټاکل شوې ده نن د يو شمېر نورو فلسطيني او اردني نيول شويو کسانو په اړه چې شمېر يې له شپېتو نه تر اوياو پورې دے حکم صادر شي.
د تېر کال په فرورۍ کښې سعودي د حماس غورځنګ د استازي محمد الخضري په شمول په سعودي کښې مېشته له شپېتو زيات فلسطينيان او اردنيان د فلسطين له مقاومت څخه د ملاتړ په تور ونيول.
نړيوالو حقوقي ادارو د دغو کسانو نيول غندلي او ويلي يې دي چې د دغو کسانو محاکمه نادعالانه او بې له څه تور او قانوني دليله ده.