د بحرین خلک د جمهوریت واکمنیدل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104116-د_بحرین_خلک_د_جمهوریت_واکمنیدل_غواړي
زمونږ خبریال وايي د بحرین الوفاق ګوند د هیواد د خلکو اصلي غوښتنه د ډیموکراسۍ واکمنیدل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 08:21 Asia/Kabul
  • د بحرین خلک د جمهوریت واکمنیدل غواړي

زمونږ خبریال وايي د بحرین الوفاق ګوند د هیواد د خلکو اصلي غوښتنه د ډیموکراسۍ واکمنیدل وباله.

د بحرین الوفاق ګوند په یوې (۱) بیانیې کښې وویل په هیواد کښې د بشري حقوقو احترام او د ډیموکراسۍ ، د ازادۍ او د عدالت ټینګیدل د دغه چارې تحقق ته د نورو هیوادونو مجاب کول نه دي بلکې دا حکومت دی چې دغه هدف ته عملي جامې وروغوندي .

الوفاق ګوند وویل د بحرین ټول خلک د واکمن رژیم د استکباري تفکراتو پراساس د قوانینو له تپلو او په زور سره د هیواد له اداره کولو ، د حقوقو له ضایع کولو ، ټولنیزې دړې وړې کیدا ، بې عدالتۍ ، فساد ، انحصار غوښتنې ، سلطه پالنې او ظلم سره مخالف دي .

د بحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د ال خلیفه رژیم پرضد مظاهرو ته دوام ورکوي .

ال خلیفه رژیم د سعودي عربستان  او د متحده عربي اماراتو په ملاتړ سره د بحرین د خلکو سوله ییزې مظاهرې ځپي .