د سعودي عربستان ترهګر یمن ته انتقال شوي
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی په مارب ښار کښې د یمن سرچینو د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا دغه ښار ته د القاعده د ترهګرې ډلې د لسګونو غړیو د انتقال خبر ورکړ .
د یمن دغو سرچینو وویل د القاعده ترهګرې ډلې غړي د دریو (۲) سترو مسافر وړونکو بسونو په وسیله له «الودیعه» سرحدي لارې له عربستان څخه مارب ولایت ته انتقال کړې شول .
القاعده ترهګرې ډلې هم اعتراف کړی چې د یمن په مرکز کښې د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو پرضد جنګ کښې د سعودي عربستان د ائتلاف په څنګ کښې جنګیدلي ده .
دغه راز تسنیم خبري اژانس وویل د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .
د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې بیګا وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل درې اویا (۱۷۳) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو پرون څو ځله د یمن په صعده ، مارب او الجوف ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې کړي دي چې د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله تراوسه کوم دقیق راپور نه دی خپور شوی .