قطر له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104286-قطر_له_طالبانو_د_اوربند_غوښتنه_وکړه
قطر پرون د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د چټکو پرمختګونو په منځ کښې له دغې ډلې وغوښتل چې اوربند ومني او د شخړو له زیاتولو دې ډډه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2021 01:45 Asia/Kabul
  • قطر له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

قطر پرون د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د چټکو پرمختګونو په منځ کښې له دغې ډلې وغوښتل چې اوربند ومني او د شخړو له زیاتولو دې ډډه وکړي.

قطر پرون د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د چټکو پرمختګونو په منځ کښې له دغې ډلې وغوښتل چې اوربند ومني او د شخړو له زیاتولو دې ډډه وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي په کتنه کښې له هغوي وغوښتل چې شخړې کمې کړي او د آتش بس پیروي وکړي ځکه چې دا کار یوې جامع سیاسي حل لارې ته د رسیدو او د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره د یو سوکاله راتلونکي لپاره په هلوځلو کښې مرسته کوي.

دا په افغانستان کښې د شخړو د ختمولو لپاره له طالبانو څخه د قطر وړومبنۍ څرګنده غوښتنه ده.

د ویلو ده چې د قطر په دوحه ښار کښې له دوروستیو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت او د طالب ډلې د استازو ترمینځ د خبرواترو ګڼې غونډې شوې دي خو تراوسه یې هیڅ د پام وړ نتیجه نه ده لرلې.