سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن په الحدیده ولایت کښې بیا د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .
د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې پرون وویل د سعودي عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل پینځویشت (۱۲۵) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې وویل د سعودي عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې د جاسوسۍ د څو بې پایلوټه الوتکو په الوزولو ، د توپونو په څلورو (۴) حملو او یوسل لس (۱۱۰) ځله ډزو کولو سره د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغوې د ملګرو حملې تراوسه د څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) بې ګناه خلکو د وژل کیدا او د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوي دي .