له اسرائیلو سره د عربستان په ائتلاف کښې هیڅ شک نشته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105118-له_اسرائیلو_سره_د_عربستان_په_ائتلاف_کښې_هیڅ_شک_نشته
زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت عمومي سیکرټر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي وویل سعودي عربستان له صهیونیسټ رژيم او امریکا سره په یوه(۱) ائتلاف کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2021 01:49 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو سره د عربستان په ائتلاف کښې هیڅ شک نشته

زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت عمومي سیکرټر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي وویل سعودي عربستان له صهیونیسټ رژيم او امریکا سره په یوه(۱) ائتلاف کښې دی .

هغه وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژيم ظلمونه د دین ، د امنیت د ازادۍ او د اسلامي امت د کرامت پرضد خطرناک ګواښ دی .

الحوثي زیاته کړه د امریکا او دصهیونیسټ رژیم پرضد د یمن د ملت دریځ په حقه دی او هغه هیوادونه چې د امریکا  او د اسرائیلو له ائتلاف سره یوځاې شوي په غلطه دي .

هغه په دې خبرې سره چې په یمن تیری او د سیمې د هیوادونو پرضد دسیسې د امریکا او د اسرائیلو په ګټه دي وویل د امریکا او د اسرائیلو رژيم د زوروینې په وړاندې چپ نشو پاتې کیدلی په داسې حال کښې چې دغه دوه (۲) رژیمونه له یمن رانیولي تر فلسطین پورې په ټول اسلامي امت ظلمونه کوي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سیکرټر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي دغه راز وویل که چیرې په جنګ کښې مو سستي کولای د امریکا د انګلستان او اسرائیلو اډې به په پلازمینې صنعا او نورو ولایتونو کښې وې او زیاته یې کړه له دښمن سره د مقابلې په دوام سره به زر د سعودي عربستان له تیریګر ائتلاف څخه ټولې نیول شوي سیمې ازادې کړو .

بل خبر دا چې د عربستان جنګي الوتکو بیګا بیا د یمن په مارب او الجوف ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو څو ځله بمبارې وکړې .