د یمن په صعده ولایت د عربستان بریدونه روان دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن په صعده ولایت باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د توپونو په حملو کښې یوشمیر ملکیان ژوبل شول .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په منبه سیمې د توپونو ډزې کړي دي او یوشمیر کسان پکښې ژوبل دي او ځینې پکښې مرګي حاله دي .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز په تیرې چهارشبنې ورځ د یمن په مارب او تعز ولایتونو هم بمبارې کړي وې .
بل خبر دا چې د یمن له مارب ولایته د سعودي عربستان د عسکرو او د درنو وسلو له ایستل کیدا سره په یووخت په دغه ولایت کښې د سعودي عربستان د عسکرو په یوه(۱) کاروان د یمن د پوځیانو لخوا برید شوی .
د یمن په مارب ښار کښې نهايي او فاینل جنګ ته د صنعا د عسکرو په نږدې کیدا سره سعودي عربستان له دغه ښار څخه د خپلو عسکرو او د درنو وسلو ایستل پیل کړي دي .
ځایي سرچینو وویل له مارب ولایت څخه د سعودي عربستان د عسکرو له ایستلو وروسته په «وادي عبیده» ولسوالۍ کښې په «القرون» سیمه کښې د سعودي عربستان په پوځي کاروان چې پکښې افسران ، پوځیان ، تجهیزات او وسلې شاملې وي د یمن د عسکرو لخوا برید وشو او هغوې دغه کاروان ونیوه .
په تیرو څو ورځو کښې د یمن پوځیان بریالي شوي دي چې د مارب ولایت په جنوب لویدیځ کښې« رحبه» ولسوالۍ د سعودي عربستان د ائتلاف له ځواکونو پاکه کړي او په تیرو څو ساعتونو کښې د یمن پوځیان له څو لارو د مارب ښار محدودې ته نږدې شوي دي او په دغه ولایت چې ډیر ګاز او تیل پکښې دي د یمن د حکومتي عسکرو د زر د کنټرول نښې نښانې لیدل کیږي .