سعودي عربستان هماغه راز په یمن بمبارۍ کوي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ رسنیو د یمن په مارب ، صعده ، البیضا او تعز ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو د سختو حملو خبر ورکړ .
د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څو ساعتونو کښې په صرواح ، ماهلیه ، جبل مراد او رحبه ولسوالیو باندې نولس (۱۹) ځله بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو دغه راز په صعده ولایت څلور (۴) ځله ، په البیضا ولایت څلور(۴) ځله او په تعز، الجوف او نجران سرحدي سیمو کښې په ځینو سیمو څو ځله حملې وکړې .
د عربستان دغه حملې په داسې حال کښې وشوې چې د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ دافع هواو له دغو بریدونو څو ساعته مخکې د صعده ولایت په کتاف سیمه کښې د سعودي عربستان د جاسوسۍ یوه (۱) بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه .
سعودي عربستان د امریکا ، د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال راهسې په یمن باندې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه حملوته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) کسان وژل شوي په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .