د یمن پوځ او ولسي کمیټیو خپل پرمختګ ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105712-د_یمن_پوځ_او_ولسي_کمیټیو_خپل_پرمختګ_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې د خپل پرمختګ په دوام کښې وتوانیدلې په البیضا ولایت کښې د الصومعه ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې واخلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2021 01:27 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ او ولسي کمیټیو خپل پرمختګ ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې د خپل پرمختګ په دوام کښې وتوانیدلې په البیضا ولایت کښې د الصومعه ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې واخلي .

د یمن سرچینو وویل  پوځ او ولسي کمیټیو د الصومعه ولسوالۍ مرکز او د هغه زیاتې سیمې په خپل کنټرول کښې وروستلې .

صومعه ولسوالۍ د یمن د استعفا شوي او تښتیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي د پلویانو او دغه راز په البیضا ولایت کښې د القاعده ترهګرې ډلې د غړیو د اخري مرکز په توګه یادیدله .

البیضا ولایت د یمن د پلازمینې صنعا په دوه سوه اته شپیته (۲۶۸) کلومیټرو  کښې پروت دی .

بل خبر دا چې د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط پرون وویل د هیواد سیاسي اراده د کاملا یمني او د یوه (۱) پیاوړي حکومت جوړولو ته اوښتي ده .

هغه وویل په یمن کښې سیاسي اراده شته چې داسې حکومت جوړ شي چې د هیڅ هیواد تر حاکمیت او سرپرستۍ لاندې نه وي .

المشاط په عین حال کښې ټینګار وکړ ډیر مشکلات او خنډونه شته او غواړو چې هغه بیان کړو خو موجوده شرایط د دغو ستونزو د بیانولو اجازه نه  ورکوي .