د یمن بریالیتوبونو دښمن په ګونډو کړی دی
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر برید جنرال محمد ناصر العاطفي پرون وویل په مارب ولایت کښې په عملیاتي چورلیزونو کښې وروستیو بریالیتوبونو دښمن په ګونډو کړی دی داسې دښمن چې همدا اوس د دړې وړې کیدا په حال کښې دی او خپلې اخري مرحلې کچ کوي .
هغه وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف هیوادونه په بیلابیلو پوځي ، اقتصادي ، سیاسي او تبلیغاتي زمینو کښې ډیرو بدو شرایطو ته رسیدلي دي .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي زیاته کړه تیریګر نن سبا د ظلم ، د زوروینې او په یمن باندې د تیرې په وجه درنه بیه ورکوي .
هغه ټینګار وکړ هیڅ تیریګر یا نیواکګر د یمن په خاوره کښې نشته او نه به پاتې شي او دا امکان نلري چې د یمن خلک تیریګر ومني که څه هم استکباري او ورانکار ځواکونه د خلکو د مقاومت پرضد دسیسه کوي .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل د یمن مقاومت کونکی ملت به په پریکنده توګه د ظالمو تیریګرو په وړاندې بریالی شي .
مخکې خبري سرچینو راپور ورکړی و چې د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې بریالې شوي وې د مارب په شمال کښې په «وادي النخله »سټراټيژیکې سیمې کنټرول ترلاسه کړي .