ترکیه دې دسورئې له خاورې خپل پوځیان وباسي
ترکیه باید سملاسي له سورئې شاتګ وکړي او نړیواله ټولنه هم باید د هیواد دشمالی نیواکي مځکو د آزادولو لپاره د سورئې دهلوځلو ملاتړ وکړي .
سپوټنیک خبری آژانس نن راپور ورکړ،د سورئې خارجه وزیر فیصل مقداد نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، ددغه هیواد په ادلب ولایت کې د تاؤتریخولاي اصلی دلیل ، دترکیې نیواکګري او هغه ملاتړ دی چې ددغه هیواد حکومت ئې ددغې سیمې له ترهه ګرو ډلو کوي .
فیصل مقداد زیاته کړې ده،ترکیه باید سملاسي له سورئې شاتګ وکړي او نړیواله ټولنه هم باید د هیواد دشمالی نیواکي مځکو د آزادولو لپاره دسورئې دهلوځلو ملاتړ وکړي .
د سورئې خارجه وزارت ددوشنبې په ورځې هم له ملګروملتو او امنیت شورا غوښتي چې به سورئې کې دې دترکیې د اقداماتو په وړاندې ښکاره او روښانه دریځونه غوره کړي .
د ترکیې پوځیانو د کرد وسلوالو ډلو دحملو دخطرې د ختمولو په پلمې سره دسورئې شمالی سیمو ته ورغلي دي او په دغې سیمې کې ئې پراخې برخې پخپل نیواک کې راوستی دي . د سورئې حکومت پخپلې خاورې کې د ترکیې شتون غیر قانوني ګڼي او په کرتو ئې خبرداری ورکړی چې دغه نیواکګر شتون به پاي ته ورسوي .