د ترکیې او امریکا اړیکې ترینګلي دي
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې ، دوي د روسیې له ایس ۴۰۰ ډوله توغندوي ضد دفاعي سسټم څخه د ترکیې داستفادې دموضوع په پلمه دغه جنګي الوتکې نه دي راکړي ، چې دا پخپله له قانونه سرغړونه ده .
ډيلی صباح ورځپاڼې راپور ورکړی ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته دتلو په بهیر کې خبریالانو ته ووئيل ، صادقانه نه شوم وئیلی چې د امریکا او ترکیې په اړیکو کې ښه بهیر موجود وي . ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکې مو ورڅخه اخستي او لګښت مو ئې هم ورکړی ، او دا جنګي الوتکې تر دې دمه دمو لاس ته نه دي رسیدلي .
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې ، دوي د روسیې له ایس ۴۰۰ ډوله توغندوي ضد دفاعي سسټم څخه د ترکیې داستفادې دموضوع په پلمه دغه جنګي الوتکې نه دي راکړي ، چې دا پخپله له قانونه سرغړونه ده .
رجب طیب اردوغان په نیویارک کې خبریالانو ته ووئيل ، ددې منل چې امریکا په دایمی توګه د ایس ۴۰۰ډوله توغندوي ضددفاعي سسټم په موضوع سره پر مونږ دباؤنه اچوي ، د منلو وړ نه ده . د مونږ لپاره ددغه توغندوي ضددفاعي سسټم موضوع ختم شوې ده ، له دغه ځایه یو ګام په شا نه شو کیدلی .
امریکا ترکیه ګواښلې ، که له روسیې نوي وسلې او توغندوي ضددفاعي سسټم واخلي ، نو دترکیې په ضد به بندیزونه ولګوي ، چې دغې چارې د ترکیې او امریکا ترمینځ اړیکې تر ډیره حده ترینګلي کړي او ترکیه ئې تر ډیره حده دامریکا له دوستۍ لیرې کړې ده .