تیریګر به په بې عزتۍ سره له یمن څخه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106122-تیریګر_به_په_بې_عزتۍ_سره_له_یمن_څخه_ووځي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل نیواکګرو تیریګرو چې له یمن څخه په عزت سره له وتلو یې ډډه وکړه په بې عزتۍ او حقارت سره به له دغه هیواد څخه ووځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2021 02:01 Asia/Kabul
  • تیریګر به په بې عزتۍ سره له یمن څخه ووځي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل نیواکګرو تیریګرو چې له یمن څخه په عزت سره له وتلو یې ډډه وکړه په بې عزتۍ او حقارت سره به له دغه هیواد څخه ووځي .

هغه پرون د یمن له پوځي ځواکونو او د ولسي کمیټیو له غړیو سره په کتنې کښې چې د البیضا ولایت له ازادولو وروسته په الصومعه او مسوره  دوو (۲) سیمو کښې دیره شوي دي د البیضا ولایت په ازادو شویو سیمو کښې د داعش او د القاعده ترهګرو ډلو پټنځایونه ولیدل .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي د البیضا ولایت په کامل ډول د ازادولو او د تکفیري ترهګرو د شړلو په مناسبت د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو ځواکونو ته مبارکي وویله .

په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ غوښتنې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي ، په لسګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونونو کډوال کړي هم دي .